د سولې د خبرو افغان مرکچي: د خبرو دوام لپاره طالبانو سره پر ۴ ټکو هوکړه وشوه

دآزادی راډیو

په دوحه کې له اوږد ځنډ وروسته د سولې خبرې بیا پیل شوي دي. د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي، په دوحه کې د سولې په خبرو کې له پیله تر دا مهاله ګڼې ستونزې وې، خو دواړو لوريو په یوه ټکي موافقه کړې.

نوموړي د سې شنبې(د کب۵مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، داوړه لوریو دا منلې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې به د سولې د خبرو د دوام لپاره یو اساسي مسئله وي.
ښاغلي طالب زیاته کړه: “موږ د خبرو د دوام لپاره له طالبانو سره څلورو ټکو باندې هوکړه وکړه او طالبانو موږ سره منلې او دوی مکلف دي چې دا موږ سره د اجرا وړ وګرځوي، له هغې څلورو ټکو یو یې هم د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، د افغانستان د خلکو غوښتنه جمهوریت دی، د افغانستان د خلکو غوښتنه انتخابات دي، هغه انتخابات چې د خپل نظر په رڼا کې خپله راتلونکي وټاکي.”
په دې اړه نور:
د سولې د مذاکراتو دواړو ډلو له ۵ اونیو ځنډ وروسته سره لیدلي
ښاغلی طالب داسې مهال دغه خبره کوي چې له شااوخوا ۳۶ ورځې ځنډ وروسته افغان او طالب مرکچي پلاوي تېره ورځ یو ځل بیا دوحه د خبرو میز ته کښیناستل.

د دې پلاوي وروستۍ ناسته د جنوري په اوولسمه وه.

د افغان دولت مرکچي ټیم په خپل ټوېټر په دې اړه لیکلي: “دوشنبه د کب څلورمه ماښام مهال دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ ناسته وشوه. په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم د اجنډا په جزئیاتو کار وکړي او مذاکرات په نورمال او دوامداره توګه دوام وکړي.”
هاخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم رسنیو ته په استولي پيغام کې د دوشنبې ماښام ناستې یادونه کړې ده.

هغه ویلي، ناسته په ښه فضا کې ترسره شوه او د تماس ډلو ته دنده ورکړل شوه چې ناستو ته دوام ورکړي.
نوموړي لیکلي: “نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاویو د مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه. په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شوېو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.”
د سولې د خبرو له اوږد ځنډ پیل وړاندې د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي بیا په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي په ټویټر لیکل شوي چې داوړه لوریو په روان تاوتریخوالي او د سولې په خبرو کې د چټکیتا پر موضوعاتو بحث کړی.

په توېټ کې راغلي، د سولې په برخه کې رامنځته شوی فرصت د سولې د ټینګښت لپاره مهم یاد شو او وويل شول چې افغانان له روان حالته نور ستړي شوي دي.
له دې سره هم مهاله په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم په قطر کې د سولې د خبرو له پیل وړاندې په خپل ټویټر لیکلي و چې هره ورځ له سولې پرته، افغانان د تاوتریخوالي په ویره کې ژوند کوي.

دغو تاوتریخوالو تېر کال په زرګونو ملکي کسانو ته تلفات اړولي دي.
نوموړي دا هم ليکلي چې موږ د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کوو او د افغانستان لپاره د ښې راتلونکې جوړولو لپاره له لاسه تللي فرصتونو څخه خواشیني یو.

موږ د ملکي وګړو په نښه کول غندو او د سولې خبرو ته د سمدلاسه راستنیدو غوښتنه کوو.

په دوحه کې د سولې مذاکراتي ټیمونو داسې مهال سره کتلي چې د طالبانو په ډلې باندې د افغان حکومت له خوا په طالبانو خبرو ته د نه حاضرېدو انتقادونه په دې وروستیو کې زیات شوي وو.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.