د سعودي عربستان پاچا د افغانستان د سې شنبې ورځې حملې د اسلام د اصولو خلاف وبللې

 

 

تاند- د سعودي عربستان پاچا د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون وکړ او د کابل، کندهار او هلمند د وروستیو تروریستي حملو په نتیجه کې د لسګونو بې ګناه افغانانو په وژل کېدو یې غمرازي ورسره وکړه.

د سې شنبې په ورځ په درو ښارونو کې په ۴ چاودنو کې د لسګونو افغانانو ترڅنګ د متحده عربي اماراتو ۵ دیپلوماتان هم ووژل شول.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز پرون ماښام د افغانستان ولسمشر ته د تسلیت ویلو ترڅنګ دا بریدونه د اسلام د مقدس دین د اصولو او لارښوونو خلاف وبلل.

په خبرپاڼه کې وړاندې د سعودي عربستان د پاچا له قوله راغلي «د افغانستان خلک د تروریزم د مشترک تهدید اصلي قربانیان دي او ددغه تهدید دفعه کولو په مشترکه مبارزه کې موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ یو. »

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د سعودي عربستان پاچا څخه د تسلیت او غمشریکۍ له امله مننه وکړه او یو ځل بیا یې د تروریزم پر ضد په ګډه مبارزه ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د اسلام د مقدس دین د پیروانو په توګه به هغه کوچني اقلیت ته ددې اجازه ورنکړي چې د خپلو ناوړه اعمال د توجیه او تعبیر لپاره د اسلام د مقدس دین لارښوونې او د دغه ستر مدنیت ارزښتونه متضرر کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.