د روڼتیا نړیوال سازمان: حکومت باید دکورونا دوهمې څپې ته تیار واوسي

 

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) د روڼتیا نړیوال سازمان په حکومت او د عامې روغتیا پر وزارت غږ کړی چې پدې برخه کې اقدام وکړي، هغوې اندیښنه څرګنده کړه چې د کورونا لومړنۍ ازموینې به د هیواد په ډیری روغتیایي مرکزونو کې ترسره نشي.

د روڼتیا د څار نوې سروې ښیې چې د صحي مراکزو په دروازو کې د شکمنې قضیې معاینه نه کیږي.

د شفافیت نړیوال سازمان ټینګار کړی چې حکومت او د عامې روغتیا وزارت باید په دې برخو کې د اړینو بدلونونو په کولو سره د احتمالي دوهمې کورونا څپې لپاره چمتو وي.

د شفافیت نړیوال عمومي رییس، سید اکرام افضلي وویل: “دا سروې ښیې چې د عامې روغتیا وزارت د دقیقو ، هر اړخیزو او پر وخت معلوماتو راغونډولو لپاره سیستم نلري ترڅو د دې وزارت مشرتابه وکولی شي د پریکړو په کولو کې ترې ګټه واخلي او پراختیا ته یې مناسب ځواب ووایي.”

د کتونکو موندنې ښیي چې، د کورونا ویروس له امله د ناروغانو شمیر، د رغیدلو او مړینې په اړه د عامې روغتیا وزارت لخوا خپاره شوي شمیرو شفافیت د اعتبار وړ ندي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.