د دولت مرکچي پلاوي له طالبانو د روان تاوتریخوالي او جګړې د درېدو غوښتنه وکړه

 

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۲۶مه: د افغان دولت مذاکره کوونکي ټیم مشر معصوم ستانکزي د دواړو پلاوو عمومي غونډه کې د طالبانو له مرکچي پلاوي غوښتي چې لومړی د خلکو پر خوندیتوب غور وکړي او بیا دې پر اصولو او قواعدو سلا وکړي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا د جګړې ودرېدو او اوربند په صورت کې به د سولې خبرې په منظمه توګه مخته لاړې شي.

نوموړي په داسې مهال له طالبانو د روانې جګړې د ودرېدو غوښتنه کړې چې ددغې ډلې د مرکچي ټیم مشر شیخ عبدالحکیم ویلي د دوی جګړه د واک د تر لاسه کولو لپاره نه ده، بلکې ددې لپاره ده چې په افغانستان کې یو اسلامي نظام رامنتځه شي.

بلخوا ملګرو ملتونو هم په یوه پرېکړه لیک کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او له دواړو غاړو یې غوښتي چې دایمي اوربند وکړي.

په ورته مهال د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې د افغانستان اساسي قانون تعدیل ته اړتیا لري، خو په وینا یې دا کار د مرکچي پلاوي په صلاحیت کې نه دی.

تر دې څه موده مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي وو، که د سولې خبرو په پایله کې اړتیا شوه د هیواد اساسي قانون به تعدیل شي.

ښاغلي عبدالله له العربیه تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې په تیرو وختونو کې هم په ​​ځینو مواردو کې د اوسني اساسي قانون د تعدیل غوښتونکی و، او که اړتیا شوه نو د یوه مشروع او ټاکل شوي میکانیزم له لارې باید دا چاره تر سره شي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته تللی او هلته یې د افغان سولې په هکله له هندي چارواکو سره خبرې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.