د خوست ځانمرګي بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

 

پژواک، ٤ غويى ٩٦) : په خوست ولايت کې پر ځانګړو افغان ځواکونو شوي ځانمرګي بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د غويي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد نن ترغرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه زاړه هوايي ډګر سره ، چېرته چې د امريکايي ځواکونو پوځي اډه هم ده پر يوې پوستې وشو.

هغه زياته کړه، ځانمرګي بريدګر د سپين فلانيګ کوچ موټر په وسيله دا بريد کړى چې په ترڅ کې يې د افغان ځانګړو ځواکونو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دغه راز امنيه قوماندان وويل، په کورونو کې دوه نجونې هم ټپيان شوې او د سيمې اوسېدونکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

ددې چاودنې غږ په ټول خوست ښار او شاوخوا سيمو کې اورېدل شوى او د نږدې کورونو ښيښې يې ماتې کړې دي.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.