د جمعیت ګوند د انسجام شورا: د نور، دوستم او محقق ائتلاف به عمر ونه‌کړي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا وویل، حکومت خپلې ستونزې لري، خو پر ضد یې د ائتلاف رامنځته کول به د هېڅ‌چا په ګټه نه‌وي.

د دغې شورا د مشرتابه یوه غړي محمد صابر صادقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې پر دې خبرې له ټینګار سره زیاته کړه چې دغه احتمالي ائتلاف به رامنځته هم شي خو ډېر عمر به ونه‌لري.

دی وايي:

“د کوم ائتلاف په اړه چې اوس‌یې خبرې روانې دي، زه په ډاډ دا ویلی شم چې په دې برخه کې له موږ سره هېڅ ډول مشوره نه‎ده شوې او چا له موږ څخه د نظر غوښتنه هم نه‎ده کړې او نه به هم دا ائتلافونه دوام وکړي.”

د جمعیت اسلامي ګوند د انسجام شورا په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې له تېرو درې ورځو راهیسې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او د جنبش ملي د ګوند د مشر عبدالرشید دوستم، د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا د غړي عطا محمد نور او د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال او وحدت اسلامي ګوند د مشر حاجي محمد محقق تر منځ د ائتلاف په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
تېره ورځ د عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو سره په خبرو کې د ائتلاف د رامنځته کېدو خبره تائید کړه، خو دا یې ویلي وو چې دغه ائتلاف د حکومت پر ضد نه بلکې په نظام کې د اصلاحاتو په هدف رامنځته کېږي.

د حاجي محمد محقق دفتر بیا تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د یادونې ده چې په تېره کې هم عطا محمد نور، حاجي محمد محقق او عبدالرشید دوستم په خپلو کې له بلخه د طالبانو د ایستلو په اړه یو ائتلاف جوړ کړی و.

له دې ټولو سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند بیا وايي چې رامنځته کېدونکی احتمالي ائتلاف نه‎شي کولای نظام کمزوری کړي، خو دا چې په خپله د حکومت برحاله مأمورین د حکومت پر ضد ائتلاف وکړي دا مسئله د اندېښنې وړ ده.

د یاد ګوند یو ویاند حامد عزیزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“اوسنیو شرایطو کې دا ډول ائتلافونه حکومت ته ستونزې نه‎شي جوړولی خو د تأسف ځای دا دی چې دغه اشخاص خپله په حکومت کې دندې لري او په دې کار سره به حکومت کمزوری کړي چې دا د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده.”

د ارګ ماڼۍ بیا ټینګار کوي چې د افغانستان روان وضعیت ته په کتو لازمه ده چې ټولې خواوې د دغه هېواد د ګډ دښمن په وړاندې د مبارزې لپاره سره یو لاس شي.
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد وویل:

“اوس د دې وخت رارسېدلی چې موږ ټول د یوه ګډ دښمن پر وړاندې چې هغه د ټول ملت دښمن دی سیاسي اجماع رامنځته کړو او پر وړاندې یې مبارزه وکړو نه دا چې د افغان حکومت او یا نظام پر وړاندې ائتلافونه جوړ کړو.”

که څه هم ښاغلی ازاد په دې اړه څه ویل له وخته وړاندې بولي چې دغه احتمالي ائتلاف به د حکومت پر ضد وي او که نه؟ خو دا چې درې واړه، ښاغلی عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم او محمد محقق له ولسمشره ناراضه دي نو اټکل نه‌کېږي چې د دوی ائتلاف به د حکومت پر ضد نه‌وي.

اخوا په لندن کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه احمد جاوید تراب بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم او حاجي محمد محقق چې برحاله د حکومت مأمورین دي ائتلاف‌یې نه‌یوازې د حکومت په ګټه نه‎دی بلکې ولس ته خیر نه‎شي هم رسولی.

د ښاغلي تراب په خبره که څه هم په ډموکراتیکه ټولنه کې د ائتلافونو رامنځته کېدل معمول دي، خو د شخصي ګټو او ګوندي ګټو د پاللو لپاره د ائتلافونو رامنځته کول بې‌زیانه هم نه‎دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.