د جرمني دفاع وزارت د مارمل پوځي اډې د کارکوونکو پر اعتراض غبرګون وښود

 

تاند- د جرمني دفاع وزارت په مزارشریف کې د مارمل کمپ د یو شمېر افغان کارکوونکو د اعتراض په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې د جرمني د پوځي اډې پخوانیو کارکوونکو ته د وېزې ورکولو موده پای ته رسېدلې ده.

د جرمني دفاع وزارت نن /یکشنبه/ دا خبره وروسته له دې وکړه چې په بلخ کې د جرمني پوځیانو د اډې (مارمل کمپ) لسګونو پخوانیو کارکوونکو په دې اعتراض کې چې د جرمني له لوري له وعدې سره سم د مهاجرت وېزې نه ورکول کېږي د مارمل پوځي مرکز دروازه بنده کړه.

اعتراض کوونکي ادعا لري چې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ګواښل شوي او ژوند یې په خطر کې دی.

دوی – چې ترجمانان، امنیتي ساتونکي او عادي مامورین پکې شامل دي- وايي، تر هغو چې غوښتنه یې منل شوې نه وي، اعتراض ته به دوام ورکړي.

د جرمني دفاع وزارت وايي، اعتراضونه به د دوی پر پرېکړه هیڅ راز اغېز ونه کړي او د اعتراض کوونکو ادعا چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، حقیقت نه لري.

دې وزارت همداراز وویل چې تراوسه پورې جرمني په افغانستان کې نژدې ۳۵۰۰ پخوانیو کارکوونکو ته د جرمني د مهاجرت وېزې ورکړي دي.

د جرمني دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د جرمني پوځیانو پخوانیو کارکوونکو ته د مهاجرت د وېزو ورکړه درول شوې ده.

په بلخ کې د مارمل پوځي اډه په ۲۰۰۵ م کال جوړه شوه او ۱۳۰۰ جرمن پوځیان پکې دېره شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.