د بغلان پوهنتون د استادانو پر موټر وسله وال برید شوی

دامریکاغږ

د بغلان پوهنتون د استادانو د عملې پر موټر وسله وال برید کې یو محصل او موټر چلوونکی وژل شوي او شپږ تنه استادان ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن سې شنبه مارچ ۱۶(کب ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې د استادانو د عملې پر موټر وسله وال برید د پلخمري او د قند فابریکې پر لار سهار څه باندې اته بجې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: “نن سهار ۸ بجې او ۴۰ دقیقې د پوهنتون د عملې موټر د پوهنتون پر لور تلی، دښمن د پلخمري ـ قند فابریکې پر لار ورباندې برید کړی دی، شپږ استادان ټپیان شوي، یو محصل او موټر چلوونکی شهیدان شوي دي.”

د بغلان امنیتي چارواکو د یاد ولایت د پوهنتون پر استادانو برید د وسله والو طالبانو کار بللی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه برید دوی نه دی کړی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د بغلان ولایت د پوهنتون د استادانو د عملې پر موټر برید تائید کړی دی.

یاد وزارت د پوهنتون پر استادانو برید غندلی او له اړوندو امنیتي او کشفي ارګانونو څخه یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

ویل کیږي چې دغه برید د بغلان پوهنتون د کرنې او مالدارۍ پوهنځي پر استادانو شوی دی.

دغه برید پر داسې مهال کیږي چې تیره ورځ په کابل کې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کار کوونکو د عملې پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل.

تر دا مهاله ددغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.