د بریتانیا دفاع وزیر وايي، هیواد یې باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي
تاند- د بریتانیا دفاع وزیر د خپل هیواد له صدراعظمې څخه د دې غوښتنې ترڅنګ چې په افغانستان کې دې د بریتانیايي پوځیانو شمېر دوه برابره شي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.
د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، ګاوین ویلیمسن د بریتانیا د پارلمان په دفاعي کمېټه کې د افغانستان د حکومت د دې دریځ ملاتړ وکړ چې غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
ده وویل، باید د افغانستان د مسلې دایمي حللار ولټول شي او ښکېلې خواوې د خبرو مېز ته کښېنول شي.
ویلیمسن همداراز وویل، باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره بریتانیا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
ده له صدراعظمې تیرزا مې څخه وغوښتل چې افغانستان ته د ۴۵۰ نورو بریتانیايي پوځیانو له لېږلو سره موافقه وکړي.
د دغو ځواکونو د استولو په صورت کې به په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو شمېر نژدې دوه برابره شي
نظرات بسته شده است.