د ایران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني بغداد کې د امریکا په برید کې ووژل شو

 

د ایران د قدس ځواکونو پیاوړی قومندان قاسم سلیماني په بغداد کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

دغه ځواکمن او مشهور ایرانی جنرال داسې مهال په نښه کېږي چې په وروستیو ورځو کې په بغداد کې د امریکا پر سفارت تر برید وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.

د تربګنۍ کې دا ناڅاپي زیاتوالی د ایران له خوا د غچ اقدام ته لاره برابرولی شي.

امریکايي او ایراني چارواکو د ښاغلي سلیماني وژل کېدل تائید کړي. امریکايي ځواکونو نن سهار وختي د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه دوه موټر په نښه کړل چې په یوه کې قاسم سلیماني وو.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ یوه ورځ وړاندې ددغه برید اجازه ورکړې وه.

“د ولسمشر ټرمپ په هدایت، د امریکا پوځ د ایران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني په وژلو سره په بهر کې د امریکایانو د خوندیتوب لپاره قاطعانه دفاعي اقدام وکړ.”

د عراق دولتي ټلویزون د عراق د حشد شعبی ملیشو د سرچینو له قوله چې ایران یې ملاتړ کوي ویلي، په دې هوايي برید کې ددې ملیشې مرستیال قومندان ابو مهدی المهندس هم وژل شوی دی. د ایران سپاه پاسداران ځواک هم په یو بیان کې د مهندس وژل کېدل تایید کړي دي.

قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک مشري کوله. دا ځواک د ایران د سپاه پاسداران بهرني پوځي مټ ګڼل کیږي چې د امریکا متحده ایالتونو له خوا د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل دی.

د ایران دولتي ټلویزون د سپاه پاسداران له قوله ویلي، دا کسان د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکايي هیلوکوپټرو په برید کې وژل شوي دي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

ناتایید شوي راپورونه وايي چې د لبنان د حزب الله ملیشې یو غړی هم په دې برید کې وژل شوی دی.

په عراق او سوریه کې د کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو تر هوايي بریدونو وروسته، د ډسمبر میاشتې په ۳۱ مه د ایران ملاتړ لرونکو شیعه ملیشو زرګونه پلویان په بغداد کې د امریکا سفارت ته ننوتل.
په عراق او سوریه کې د کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو تر هوايي بریدونو وروسته، د ډسمبر میاشتې په ۳۱ مه د ایران ملاتړ لرونکو شیعه ملیشو زرګونه پلویان په بغداد کې د امریکا سفارت ته ننوتل.
تر دې مخکې د عراق یوې پارلماني ډلې چې د ایران ملاتړ ورسره دی ویلي وو، پنځه غړي یې او دوه “مهم میلمانه” د بغداد د نړیوال هوايي ډګر سیمه کې د دوی پر موټرو شوي هوايي برید وژلي دي.

د العربیه شبکې راپور ورکړی چې د حشدِ شعبي (د عراق ولسي حرکت) د ملیشو یو بل چارواکی هم د جمعې په سهار وختي دې برید کې وژل شوی دی. دې عربي رسنۍ دا کس محمد الجابري یاد کړی چې د حشد شعبی ملیشو د عامه اړیکو مسول و.

قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواک مشري کوله. دا ځواک د ایران د سپاه پاسداران بهرني پوځي مټ ګڼل کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامل دی. قدس ځواک په منځني ختیځ کې د ایران پلوو ملېشو په روزلو، پاللو او ملاتړ کې پراخ رول لري.

ددې برید راپور په داسې وخت کې ورکول کیږي چې په عراق کې په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د ډیسمبر میاشتې په ۳۱ مه د ایران ملاتړ لرونکو شیعه ملیشو زرګونه پلویان په بغداد کې د امریکا سفارت ته ننوتل. پر سفارت دې بریدکونکو ویل چې دوی په عراق او سوریه کې د د امریکا پر هغو وروستیو هوايي بریدونو اعتراض لري چې په کې د ایران پلوو ملیشو لږ تر لږ ۲۵ غړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ وویل، تهران په عراق کې د امریکا پر سفارت د برید په شمول د امریکا ضد وروستیو اعتراضونو مسول دی، د پنجشنبې په ورځ د ایران پوځي مشرانو واشنګټن ته د پوځي اقدام د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قومندان حسین سلامي د پنجشنبې په ورځ وویل: “موږ هېواد جګړې ته نه بیایو، خو موږ له هیڅ جنګه نه وېرېږو او موږ امریکا ته وایو چې د ایران له ملت سره سمې خبرې وکړي.”

په عین حال کې د ایران د پوځ مشر جنرال عبدالرحیم موسوي ویلي، “د ایران وسلوال ځواکونه له دښمن سره مقابلې ته چمتو دي.”

په بغداد کې د جمعې ورځې له هوايي برید مخکې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي وو، ایران او نیابتي ځواکونه یې ښايي په منځني ختیځ کې د امریکا پر ګټو د نورو بریدونو پلان ولري.

نوموړي خبرداری ورکړی و چې که په دې اړه کافي خبرداری تر لاسه کړي، د امریکا متحده ایالات به اقدام وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.