د انتخاباتو کمېسیون: زموږ کارونه به د نوې اوونۍ له پیل سره سم پیل شي

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې امنیتي ادارو د کمېسیون د مرکزي دفتر او یوشمیر ولایتي دفترونو د خلاصېدو ډاډ ورکړی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، هیله لري چې د دې کمېسیون کارونه به د نوې اوونۍ له پیل سره سم پیل شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمي تېره شپه له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې امنیتي ادارو دوی ته ډاډ ورکړی چې د کمېسیون د مرکزي او ولایتي دفترونو د خلاصولو په هدف به یولړ اقدامات عملي کړي.

ښاغلي هاشمي په دې اړه نور جزییات څرګند کړل:

“دې اعتراضونو او په مرکز او ولایتونو کې زموږ د دفترونو بندېدلو د افغانستان خلک هم اندیښمن کړي دي، خو هیله من یو چې د دې اونۍ په پیل کې چې سبا بل سبا به وي، ان شاءالله دا ستونزه به حل کېږي، دا د حکومت دنده او مسوولیت دی چې او د هغو وعده هم دا ده چې د نوې اونۍ په پیل کې- د شنبې، یکشنبې په ورځو به دا دفترونه خلاصېږي.”

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند زیاته کړه چې په مرکز او ځینو ولایتونو کې د دوی د دفترونو بندیدلو د کمېسیون په چارو کې ځنډ پېښ کړی دی.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وایې چې په مرکز او ځینو ولایتونو کې د دوی د دفترونو بندیدلو د کمیسیون په چارو کې ځنډ پېښ کړی دی
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وایې چې په مرکز او ځینو ولایتونو کې د دوی د دفترونو بندیدلو د کمیسیون په چارو کې ځنډ پېښ کړی دی
د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو له وروستي فهرست څخه د ۳۵ ایستل شویو کسانو له ډلې د ځینو پلویانو له شاوخوا دوو اونیو راهیسې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر او په یوشمېر ولایتونو کې ولایتي دفترونه بند کړي دي.

دوی وايي، ترڅو چې د ایستل شویو کسانو نومونه بیا د کاندیدانو په لېست کې شامل نشي دوی به دا دفترونه خلاصېدو ته پرې نه ږدي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي چې د هېواد په اتو ولایتونو او له هغې ډلې په بدخشان، کندز، بامیان، بغلان او ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه د همدې معترضانو له خوا بند شوي دي.

مولوي تره خېل محمدي د هغو ۳۵ کسانو له ډلې دی چې نومونه یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د میزان د ۲۸مې د انتخاباتو له وروستي فهرست څخه ایستلي دي.

د هېواد په اتو ولایتونو او له هغې ډلې په بدخشان، کندز، بامیان، بغلان او ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه د معترضانو له خوا بند شوي دي
د هېواد په اتو ولایتونو او له هغې ډلې په بدخشان، کندز، بامیان، بغلان او ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه د معترضانو له خوا بند شوي دي
د نوموړي پلویانو په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته پرلت وهلی او د کمېسیون ور یې بند کړی.

ښاغلي محمدي تېره شپه له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ده او نورو کسانو نومونه له ثبوت پرته د کاندیدانو له فهرست څخه ایستلي.

مولوي تره خېل وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مخې ته د ده د پلویانو پرلت یو مدني حرکت او د دوی حق دی:

“استغفرالله! موږ په زور نه یو ورغلي، زموږ حرکت مدني دی او د ولس غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو کمېسیون باید د انتخاباتو له کمېسیون څخه وغواړي چې له موږ څخه چې کوم شکایتونه شوي، ثبوت دې ترې وغواړي چې موږ یې په کومو دلایلو حذف کړي یو او دا ثبوت دې د رسنیو له لارې ملت ته ښکاره کړي.”

د شکایتونو کمیسیون وايي چې دا پریکړه یې په خپلواک ډول او له قوانینو سره سمه کړې ده
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د زمري یا اسد په نولسمه نېټه د ۳۵ کسانو نومونه د ولسي جرګې د کاندیدانو له لېست څخه وایستل او وروستی لېست یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته وسپاره.

د شکایتونو کمېسیون وايي چې دا پرېکړه یې په خپلواک ډول او له قوانینو سره سمه کړې ده.

په پام کې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات سږکال د تلې یا میزان د میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.