د امنیت شورا بیرنۍ غونډه: د افغانستان جګړه تر ټولو وژونکي او ویجاړوونکي پړاو ته داخله شوې

 

 

تاند(جمعه، د اسد ۱۵) په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړې استازې نن د ملګروملتو امنیت شورا ته په وینا کې د افغانستان د مسلې سوله ییز حل ته د طالبانو پر ارادې شک څرګند کړ، ویې ویل چې دا جګړه تر ټولو وژونکي او ورانوونکي پړاو ته داخله شوې ده.

دیبورا لاینز وویل، یوازې په وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو په حملو کې تر ۱۰۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړې استازې په کندهار کې د دوی له لوري د تایید شویو ملکي وګړو د شمېر په اړه وویلؤ په یوه میاشت کې په دې ولایت کې لږترلږه ۴۶۰ تنه ملکیان وژل شوي دي.

دې زیاته کړه«هغه خوا چې سوله ییز حل ته له زړه ژمنه وي، د دومره ډېرو ملکیانو د وژلو خطر په غاړه نه اخلي، ځکه چې هغه خوا بیا په دې پوهېږي چې د پخلاینې پروسه به لا سخته شي، هر څومره ډېره وینه چې وبهیول شي هومره (پر پخلاینې) سیوری غوړوي.»

وسله وال طالبان، بې له دې چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي له اخري زوره کار اخلي چې ښارونه ونیسي. دا ډله نن (جمعه) وتوانېده چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره یو ولایتي مرکز ونیسي.

طالبانو نن د نیمروز ولایت مرکز زرنج بې جګړې ونیوه خو په شبرغان کې بېرته وځپل شول.

اغلې لاینز وویل چې افغانستان د سوریې او پخوانۍ یوګوسلاویا په برخلیک اخته کېږي.

«دا اوس بل ډول جګړه ده، په لنډ وخت کې د سوریې او په اوږد وخت کې د سارایه وو خاطرې تازه کوي.»

ذ لغلې لاینز په وینا، نړیواله ټولنه اوس متحد ډول د یوه خورا جدي ناورین مخه نیولی شي.

راپورونه وايي چې طالبانو په کندهار ولایت کې لږترلږه ۹۰۰ تنه له کورونو ایستلي او په بې رحمۍ وژلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړې استازې، چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته خبرې کولې، وویل«پر ښاري سیمو یرغل په لوی لاس په پراخه پیمانه د ډېرو وینو بهېونو معنا لري او همدا وجه ده چې ډېر شمېر ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. بې له شکه داسې ښکاري چې پر لویو ښارونو د طالبانو حملې د هغوی ستراتیژیکه پرېکړه ده.»

دې له امنیت شورا وغوښتل چې په یوه اعلامیه کې پر طالبانو ږغ وکړي چې پر ښارونو حملې فوراً ودروي او که عمومي اوربند نه مني لږترلږه په هغو سیمو کې چې لاس په لاس کېږي، جګړه تم کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې وویل، د نړیوالې ټولنې غړیو له طالبانو سره د داسې کسانو په توګه چې غواړي سوله وکړي، چلند وکړ او د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې وروسته تمه کېده چې دا ډله به تاوتریخوالی بس کړي خو داسې ونه شول. بیا د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو په خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو د موافقې تمه کېده خو بیا هم داسې ونه شول، بیا هیله وه چې د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان جګړه ودروي خو بیا هم داسې نه دي شوي.

په امنیت شورا کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبینزیا دې شورا ته وویل چې د افغانستان د حالاتو خرابېدا او په اړه یې اندېښنې وروسته له دې زیاتې شوې چې بهرني پوځیان له دې هیواده ووتل.

ده زیاته کړه«له بده مرغه افغانستان د یوې بشپړې کورنۍ جګړې لور ته روان دی.»

په امنیت شورا کې د بریتانیا سفیرې باربارا ووډوارډ وویل «باید طالبانو ته دا شک ورپرېنږدو چې که دې ډول حملو ته دوام ورکړي نو دوی ته به عوافب ولري.»

دې ژمنه وکړه چې بریتانیا به د طالبانو هغه حکومت په رسمیت ونه پېژني چې د زور له لارې واک ته ورسېږي.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي، د طالبانو له لوري داسې یو رژیم چې هیڅ هیواد یې په رسمیت ونه پېژني او له نړۍ سره یې اړیکې خرابې وي، د پاکستان لپاره ایډیال حکومت دی ځکه چې د دې ډلې حکومت به له یوې خوا لا ډېر پاکستان ته محتاج وي او بلې خوا به افغانستان لا ډېر وروسته پاتې وساتل شي.

د امریکا د دایمي استازي پر ځای د دغه هیواد یوه جګپوړي دیپلومات جیفري ډیلارنټس امنیت شورا ته په خبرو کې پر طالبانو ږغ وکړ چې حملې ودروي، سیاسي روغه جوړه ومني او د افغانستان د تاسیساتو له ورانولو او د خلکو له وژلو لاس واخلي.

ده همداراز وویل«طالبان باید د نړیوالې ټولنې دا ږغ واوري چې موږ د جګړې له لارې د دغه هیواد نیول نه یا د اسلامي امارت بیا واک ته رسېدل نه شو منلی.»

په امنیت شورا کې د چین د مرستیال استازي مرستیال دای بینګ وویل، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتلو کې باید د سیمې له هیوادونو سره په لا شفافیت کې خبرې وشي او هغوی (بهرني پوځیان) باید ټولې ستونزې شا ته پرېنږدي او ځان په دې توګه خلاص نه کړي.»

ده دغه راز وویل، «امریکا په وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي. موږ هیله لرو چې د امریکا متحد ایالتونه به خپلې ژمنې په ځای کړي او د هغو د اجرا لپاره به اقدامات چټک کړي.»

په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي د امنیت شورا پر غړیو ږغ وکړ چې په افغانستان کې د ناورین مخه ونیسي.

ده د امنیت شورا له بیړنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، ډاډه دی چې افغان اردو او نور امنیتي ځواکونه د طالبانو د حملو مخه نیولی شي او افغانستان لا په کورنۍ جګړه کې ښکېل شوی نه دی.

ښاغلي اسحاقزي همداراز پر ښارونو د طالبانو حملې بې رحمانه وبللې او ویې ویل«ځینې وايي چې طالبان بدل شوي دي. دا سمه ده چې دوی بدل شوي خو منفي بدلون پکې راغلی دی، لا ظالمان، لا غچ اخیستونکي او لا خونړي شوي دي.»

د امنیت شورا په غونډه کې، چې ریاست یې د هند استازي کوله، د پاکستان استازی حاضر نه و.

د افغانستان استازي وویل چې پاکستان طالبانو ته وسلې او نور امکانات ورکوي.

ده وویل چې د اپریل له نیمايي څخه طالبانو تراوسه د خپلو نړیوالو تروریستو ملګرو په مرسته په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېرې حملې کړي دي او تر لس زره ډېر بهرني ترهګر له طالبانو سره په جګړه کې ملګري دي.

د افغانستان پر حالاتو د خبرو لپاره په دې بیړنۍ غونډه کې، چې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر په غوښتنه دایره شوه، د هند، مکسیکو، ویتنام آیرلنډ، ناروې، ایستونیا او نایجر استازو هم ویناوې وکړې. وروسته به امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.