د امریکا د ملي امنیت نوی سلاکار وايي، امریکا د افغانستان له جنګه وتلی نه شي

 

 
تاند- جان بولټن، چې تازه ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه غوره کړی؛ وايي، د امریکا متحد ایالتونه د طالبانو، اسلامي دولت (داعش) او القاعده د سترو ګواښونو له کبله د افغانستان له جګړې لاس نه شي اخیستلی.

بولټن، چې پخوا په ملګروملتو کې د امریکا د متحدو ایالتونو دایمي استازی و، د خپلو سختو دریځونو په خاطر مشهور دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی د مک ماستر پر ځای د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار شي

مک ماستر له ټرمپ سره د اختلافاتو له کبله د سپینې ماڼۍ له دې مهمې دندې لېرې شو.

بولټن د فبرورۍ په وروستیو کې په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي و چې امریکایان په دې ستړي شوي چې متحد ایالتونه لا هم په افغانستان کې حضور لري.

«موږ دا جنګ پیل کړی نه و، موږ دا جګړه نه غواړو. خو یوه خوا نه غواړي چې ووايي، سمه ده، موږ له دې جګړې ستړي یوو، فکر کوم نور بس ده.»

د امریکا پخوانۍ سفیرې رابین رافیل له امریکا ږغ سره په یوه مرکه کې د بولټن د وروستي دریځ ستاینه وکړه چې ویلي یې دي امریکا د افغانستان له جګړې وتلی نه شي.

مېرمن رافیل په عین حال کې وویل چې بولټن باید هماغه شان چې دفاع وزیر جېمز متیس او په افغانستان کې عمومي قوماندان جنرال نیکلسن تایید کړې، د سیاسي لارې اړتیا هم ومني.

بولټن وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون سبب کېږي چې په سیمه کې سختدریځي زړه ور نه شي.

بولټن د پاکستان د اتومي وسلې د خوندي توب په اړه هم اندېښنه ښکاره کړې ده.

ده له امریکایانو وغوښتل چې د افغانستان د جګړې په اړه له دې سره سره حوصله وکړي چې دا جګړه د امریکایانو ژوند ته ګرانه تمامېږي.

بولټن په داسې وخت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټاکل کېږي چې د افغانستان ولسمشر طالبانو ته د سولې وړاندیزونه کړي او امریکا هیله لري چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.