د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:‌ دوه افغانان او یو عراقي امریکا ته له داخلېدلو څخه منع کړای شول

 

 

تاند – دوه افغانان او یو عراقی وګړی چې په خپلو هېوادونو کې یې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت له ماموریتونو سره مرسته کړې وه او د امریکا سفارتونو وېزې ورکړې وې د هغه هېواد له سرحدونو څخه بېرته وګرځول شول.‌

مشهورې امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکلي چې دغه دوه افغانان او یو عراقی د جمعې او شنبې په ورځو /د جنوري ۲۷مه او ۲۸مه/ د متحده ایالاتو خاورې ته له ورننوتلو څخه منع کړای شول.

ویل کیږي چې یادو کسانو ته د چټکې کډوالۍ تر پروګرام لاندې وېزې ورکول شوې وې.‌

وال سټریټ ژورنال لیکي چې یو شمېر نور کسان چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی او وېزې ورکول شوي دي په هوایي ډګرونو کې له بورډنګ څخه بېرته ګرځول شوي دي.‌

ویل کیږي چې دا وخت لسګونه زره افغانانو او عراقیانو د کډوالۍ د ځانګړې وېزې تر پروګرام لاندې د امریکا د متحده ایالاتو د وېزې ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي خو په عین حال کې وال سټریټ ژورنال لیکي چې د متحده ایالاتو کانګرس عارضانو ته د ورکول کېدونکیو وېزو شمېر راکموي.‌

د سیمې د چارو تحلیلګران وایي چې که هغه کسان چې له امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو او حکومتي ماموریتونو سره یې کار کړی دی امریکا او نورو غربي هېوادونو ته له کډه کېدلو څخه منع کړای شي ښایي چې په اسانۍ سره د افراطیانو او ترهګرو لاسونو ته ولوېږي.‌

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.