د امریکا دفاع وزارت: اورکم اوونۍ پرمهال د طالبانو د تاوتریخوالي کچه لوړه وه

 

دآزادی راډی

د امریکا دفاع وزارت عمومي سرپلټونکي د سې شنبې په ورځ هغه راپور علني کړی چې د دې هېواد کانګرس ته یې وړاندې کړی و.

دا راپور د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱ مې نېټې پر موده متمرکز دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ توافق د همدې مودې پر مهال د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شوی و.

په دې راپور کې پر کومو مهمو ټکو تمرکز شوی؟

د امریکا کانګرس ته د دې هېواد د دفاع وزارت د سرپلټونکي په راپور کې راغلي چې د طالبانو د تاتریخوالي کچه د اورکم د اوونۍ پر مهال هم لوړه وه او له امریکا سره د توافق تر لاسلیک وروسته هم.

د امریکا د دفاع وزارت د سرپلټونکي راپور یادونه کوي چې که څه هم د ايتلافي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی کم شو خو دوی پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپلو حملو ته دوام ورکړ.

په همدې حال کې د راپور په وینا امریکايي نظامي عملیاتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ تمرکز وکړ.

د راپور له مخې امریکا بیا هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له دیارلسو زرو څخه ۸۶۰۰ ته کم کړی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د نفوذ په ګډون د نظامي پرسونل پر یو بل د حملو کچه په ۲۰۱۹میلادي کال کې تر بل هر وخت زیاته وه چې په نتیجه کې یې ۱۷۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۸۵ ټپیان شوي دي او په فبرورۍ میاشت کې په دا ډول یوه حمله کې دوه امریکايي پرسویل ووژل شول.

د امریکا دفاع وزارت د عمومي سرپلټونکي راپور زیاته کړې چې داعش ډله په افغانستان کې ضعیفه شوې خو لا تر اوسه افغان، امریکايي او اييتلافي ځواکونو ته یو خطر ده.

په دې راپور کې د طالبانو په اړه د سیمې د هېوادونو د چلند اړوند راغلي چې روسیه طالبانو ته د وسلو ورکولو ادعاوې ردوي خو له دې ډلې سره د سیاسي ملاتړ خبره مني او دا چې روسیه د ملګرو ملتونو له بندیزونو د طالبانو د ایستلو ملاتړ کوي.

د چین په اړه ویل شوي چې له طالبانو او افغان حکومت سره یې د سولې د بهیر په ټوله موده کې تماسونه ساتلي.

همداراز ویل شوي چې چین د اویغور سخت دريځو اندېښمن کړی او د خپلې اقتصادي ودې او پانګونې د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت په دې راپور کې همداراز ویل شوي چې پاکستان، طالبان هڅوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي خو پر دې ډله یې د تاوتریخوالي کمولو په خاطر له داسي فشار راوستلو ډډه کړې چې ښايي له دې ډلې سره د پاکستان اړیکې ترینګلي کړي.

په دې راپور کې همداراز راغلي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ زیاتېدو ته د خپلو اهدافو د ملاتړ په سترګه ګوري او ښايي د پاکستان په ګټه پر بین الافغاني خبرو د نفوذ لرلو هڅه وکړي.

وړاندي ویل شوی چې پاکستان اوس هم طالبانو او له هغوی سره اړوندو سخت دريځو ډلو لکه حقاني شبکې ته خوندي ځایونه ورکوي او هغوی د افغانانو پر ګټو حملو ته دوام ورکوي.

د ایران په اړه د امریکا د دفاع وزارت په دې راپور کې راغلي چې دې هېواد د مارچ په لومړۍ نېټه د امریکا او طالبانو د توافق مخالفت وکړ او غواړي د افغانستان د انتخاباتو او سیاست په اغېزمنولو او د طالبانو د سولې په خبرو کې په مرکزي ځای تر لاسه کولو سره د دې هېواد پر راتلونکي حکومت نفوذ ولري.

د راپور له مخې شا او خوا درې زره فاطمیون جګړه ماران بېرته افغانستان ته تللي او که څه هم هغوی د افغانستان پر امنیتي وضعیت اغېز نه دی لرلی خو ایران غواړي دا جګړه ماران بېرته سره راټول کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.