د امریکا او پاکستان اړیکې د افغانستان په وړاندې د پاکستان له بې پرېتوب سره تړلي

 

 

تاند- پاکستان ټوډې ورځپاڼې د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پای ته ورسوي، بېطرفي غوره کړي او د ستونزو په حل کولو کې یې له امریکا سره همکاري وکړي.

ورځپاڼه وايي چې دا وړاندیز د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتوت (USIP) د اسیايي مرکز مرستیال ريس ډاکتر موید یوسف د اسلام اباد د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر ټرمپ د پالیسۍ په اړه په وینا کې وکړ.

ډاکتر یوسف وړاندیز وکړ چې پاکستان باید په قوت د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

ده د ټرمپ د حکومت له لوري د افغانستان د مسلې په اړه د امریکا د پالیسۍ د روانې بیاکتنې او د امریکا او پاکستان پر اړیکو د هغې د احتمالي اغېز په اړه نظر څرګند کړ.

د امریکا نوې پالیسي د جنوبي اسیا پالیسي ګڼل کېږي او دې ته پکې توجه شوې چې له پاکستان سره باید څه ډول چلند وشي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

ډاکتر یوسف وايي چې د امریکا دا پالیسي یا ستراتیژي به د سیمې لپاره ژورې نتیجې ولري.

ده وویل، د ټرمپ په اداره کې په دې موضوع اختلاف شته چې له پاکستان سره باید څه ډول چلند وشي، خو دا نظر مخالف نه لري چې باید پر پاکستان فشار راوړل شي څو د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړې په وجه د مرګ ژوبلو د زیاتېدو او د افغانستان د جګړې د دوام په وړاندې د ټرمپ د صبر د کاسې د نسکورېدو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې پاکستان په دې خاطر چې په خپله خاوره کې یې د حقاني شبکه او د طالبانو پناهځایونه له منځه نه دي وړي د افغانستان د وضعیت د خرابېدو په خاطر ملامتېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د افغانستان او پاکستان د چارو سرپرست استازې الیس ویلز تېره اوونۍ د اسلام اباد د سفر په لړ کې پاکستان ته په زغرده وویل چې باید د دغه هیواد خاوره د ګاونډیانو پر ضد د تروریستي حملو لپاره ونه کارول شي.

ډاکتر یوسف خبرداری ورکوي چې د امریکا او پاکستان د اړیکو خرابېدا د هیڅ یوه په ګټه نه ده. ده سپارښتنه وکړه؛ باید د داسې لارو چارو لټه وشي چې دا ډول ناغوښتلی حالت رامنځته نه شي.

ده یادونه وکړه چې یو هیواد هم نه غواړي چې اړیکې یې سره پرې شي، مګر په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو او ملکیانو تروریستي حملې د دواړو هیوادونو پر اړیکو حیاتي اغېز لري.

ډاکتر یوسف وویل، که د افغانستان، هند او اتومي مسلې پر سر پاکستان له امریکا سره جوړ نه شي راتلای بیا دې نورې داسې برخې ومومي چې د دوو هیوادونو ترمنځ همکارۍ په خپل حال پاتې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.