د امریکا او طالبانو خبرې نهايي کېدو ته نژدې دي

 

تاند- (سې شنبه د اسد ۵) د قطر له مرکز دوحې څخه د لوېدیځو خبري اژانسونو راپورونه ښيي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي کېدو ته نژدې شوي دي.

سرچینې وايي د نهم پړاو په روانو خبرو کې به، چې نن یې پنځمه ورځ ده، د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک شي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې تېره شپه تر ناوخته پورې خبرې روانې وې، د دواړو خواوو استازو چینې وهلې او کاغذونه یې کښته پورته کول.

فرانس پریس د طالبانو په قول وايي چې د موافقې پر تخنیکي ټکو موافقه شوې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد دا خبره ردوي چې ګنې د سولې په صورت کې به طالبان د افغانستان د حکومت پر ضد جګړې ته دوام ورکوي.

طالبان وايي، د موافقې له نهايي کېدو وروسته به یو بل کنفرانس ترتیب کړي چې د روسیې، چین او ملګروملتو د استازو په حضور کې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.