د امریکا استازو جرګې یو غړی: بایډن غواړي له افغانستانه د عسکرو د وتو نېټه وغځوي

دآزادی راډیو

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ، له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتو ته یوه میاشت او یوه اوونۍ پاتې ده، خو ښکاري چې دا نېټه وغځېږي.

تازه د امریکا د استازو جرګې یو مخکښ غړي په همدې اړه څرګندونې کړي.

د دغې جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې مشر ادم سمېت وايي، د جو بایډن اداره غواړي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو د وتو نېټه وغځوي.

ښاغلي سمېت دا هم ویلي چې لا په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو د مې تر اخره به د دې چارې بشپړول ډېر ستونزمن وي او امریکا په دې ارزونې هم بوخته ده چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عسکرو پاتې کېدو په اړه څه ډول پرېکړه وکړي.

روېټرز خبري اژانس د ښاغلي سمېت له قوله لیکلي: “فکر کوم، عمومي فکر دا دی چې د مې لومړۍ نېټه له لوجیستیکي پلوه ډېره نږدې ده. موږ افغانستان کې ۳،۵۰۰ عسکر لرو او متحدان مو بیا نږدې ۷ زره عسکر لري.”
په ښکاره د امریکا د استازو جرګې د وسله‌والو ځواکونو کمېټې مشر دا څرګندونې کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید استین له سفر وروسته کوي.

پنټاګون کابل ته د متحده ایالاتو د دفا وزیر له سفر وړاندې ویلي و، جنرال لوید استین په سیمه کې د وضعیت څېړنه کوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم د مې تر اخره له افغانستانه د امریکايي عسکرو ویستل ستونزمن کار بللی دی.

خو پنټاګون وايي، که پرېکړه وشي چې امریکايي عسکر د مې تر اخره له افغانستان ووځي، دوی دا کار کولای شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي پرون رسنیو ته وویل: “کله چې موږ په کابل کې وو، د دفاع وزیر استین وویل، که چېرې له افغاستان د پاتې عسکرو د ویستو پرېکړه وشي، دی ډاډه دی چې د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کنزي او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو قوماندان جنرال سکاټ مېلر به دا چاره په منظمه، خوندي او اغېزمنه توګه مخ ته یوسي.”
خو طالبان بیا په افغانستان کې د مې میاشتې له وروستۍ نېټې وروسته د امریکايي عسکرو له شتون سره مخالف دي.

په قطر کې د دې ډلې ویاند محمد نعیم وايي، د شخړې د حل لپاره د دوحې تړون عملي کېدل یو بنسټیز شرط دی.

خو د افغانستان حکومت بیا وايي، د خپلې خاورې او خلکو ساتنه د دوی یو تل‌پاتی او ملي مکلفیت دی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ زیاتوي: “په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر هوکړې وروسته، په افغانستان کې د بهرنیانو سرونه خوندي دي، خو افغانان لا هم وژل کېږي او جګړه پر افغانانو او امنیتي سرتېرو متمرکزه ده او دفاع هم تر ۹۶ سلنې د افغان ځواکونو پر غاړه ده. موږ ته د خپلې خاورې او خلکو ساتنه یو دایمي او ملي مکلفیت دی. که نړیواله ټولنه، متحده ایالات یا بل هر هېواد له موږ سره د ترورېزم په مقابل کې همکاري کوي، هرکلی یې کوو.”

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د ویستو غوښتنه د افغانستان درې ګاونډیانو روسیې، ایران او چین هم کړې، خو پاکستان بیا دا خبره د دوحې په تړون پورې تړلې بللې او د دې تړون عملي کېدل‌یې غوښتي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړې وروسته، نږدې ۱۲ زره امریکايي عسکرو افغانستان پرېښود او اوس‌مهال یې یوازې ۳،۵۰۰ سرتېري دلته مېشت دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.