د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو دوهمه عمومي غونډه

 

دامریکا غږ

ټاکل شوې نن سې شنبه په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکو ټېمونو ترمنځ دوهمه عمومي غونډه وشي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټېم ویاند نادر نادري د سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۴) ویلي چې د یادو ټېمونو د «تماس ګروپرونو» پرون دوشنبه د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

ښاغلي نادري پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نن سې شنبې عمومي غونډې ته لازم چمتووالی نیول شوی دی.
پر همدې مهال په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې د دواړو لورو د تماس کاري ډلو تېره ورځ د راتلونکو ناستو پر کاري اصولو او مهالوېش باندې خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د مخامخ خبرو لړۍ د تیرې شنبې په ورځ پیل شوه.

وړمه ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي مطبوعاتو ته وویل چې د شنبې په ورځ یې د پرانیستې تر مراسمو وروسته له طالب پلاوي سره لیدلي او په یو لړ مسائلو یې خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې لومړني تفاهمات شوي چې په وینا یې څنګه کولای شو مذاکرات له سطحې څخه عمق ته بوځو.

چارواکي وايي‌ چې د مذاکراتو پر مهال به بهرنیان نه وي‌ او یوازې د دواړو هیئتونو غړي سره مخامخ غږیږي. دا مذاکرات د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون یوه عمده برخه ده چې په افغانستان کې روان جنګ ختم شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.