د افغان حکومت استازي له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسي

دآزادی راډیو

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره چمتووالی نیسي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، دغه ۱۵ کسیز پلاوی له څو ورځو راهیسې د یوه پروګرام په ترڅ کې په خپلو کې د ښه همغږۍ په خاطر سره بوخت دي.

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري په دې اړه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وږې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل: “د دې خپرونې موخه دا ده چې هغوی [مرکچي پلاوی] د سولې خبرو لپاره ښه چمتووالی ولري، ترڅو دوی هلته هغه ډول چې د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه ده پر مخ لاړ شي.”

تر اوسه د دغه پلاوي نوملړ نه‌دی اعلان شوی، خو وړاندې له دې ازادي راډیو ته د دغه ۱۵ کسیز پلاوي د یو شمېر غړو نومونه رسېدلي و.
له طالبانو سره د سولې د خبرو په پلاوي کې څوک څوک شامل دي؟
ازادي راډیو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رئيس نادر نادري، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم سره د ټیلیفوني اړیکو پر اساس وموندله چې دغه کسان هم په دغه خپرونه کې ګډون لري.

افغان حکومت په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو خبرو پایلې ته سترګې په لار دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي، هر کله چې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې پای ته ورسېږي، افغان مرکچي پلاوی به له طالبانو سره وګوري.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي و چې د نهم پړاو خبرو وروسته به طالبان له افغان مرکچي پلاوی سره د یو طرف په توګه وګوري، نه د افغان دولت په استازيتوب.

سهیل شاهین همدا شان په خپل یو تازه ټویټ کې لیکي چې تمه ده په نهم پړاو خبرو کې د سې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک وروستي ټکي نهایي شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.