د افغانستان کورنیو چارو وزارت: د چسپکي ماينونو کارول د طالبانو کار دی ۱ ساعت مخکې

دآزادی راډیو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د نظامي او غير نظامي کسانو پر وړاندې د چسپکي ماينونو کارول د طالبانو کار دی.

که څه هم په کابل کې د چسپکي ماينونو د چاودنو مسؤلیت هېڅ وسله‌واله ډله نه‌مني، خو د افغانستان کورنيو چارو وزارت دغه کړنه د طالبانو کار بولي.

د دې وزارت وياند طارق ارين د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۳۰» ازادي راډيو ته وويل، په دې وروستيو کې ډېری نیول شوي هغه کسان چې چسپکي ماينونه به‌یې جوړول، له طالبانو سره اړيکې لري.

ښاغلی ارین زیاتوي: “طالبانو د چسپکي او د سړک غاړې ماينونو په کارولو د تاوتريخوالي کچه لوړه کړې او ملکي وګړي وژني، موږ د دې ډلې يو شمېر کسان نيولي چې طالبانو او يو شمېر نورو ترهګريزو ډلو سره اړيکې لري او داسې يوه ډله مو هم نيولې چې چسپکي ماينونه به‌يې جوړول‌.”
نوموړی وايي، طالبان په دې کار سره هڅه کوي د خلکو روان وځپي.

هغه که څه هم په وروستیو کې په کابل کې د د چسپکي ماینونو د چاودنو د دقیق شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو وايي د افغانستان پوليسو په تېره يوه مياشت کې له ۲۰۰ څخه زيات ماينونه خنثی کړي چې ډېری يې چسپکي و.

طالبانو په دې اړه ازادي راډيو ته تر اوسه څه نه‌دي ويلي.

په ورته وخت کې يو شمېر پوځي کارپوهان وايي، دا چې چسپکي ماينونه په اسانه سره جوړېږي او لاسرسی ورته اسانه دی، وسله‌وال مخالفين هم له هغې په اسانۍ استفاده کوي.

پوځي کارپوه عتیق‌الله امرخېل وايي: “دښمن تل هڅه کوي چې له داسې اسانه لارو کار واخلي چې هم تلفات ډېر او هم‌يې مصرف کم وي، دغه‌راز يې انتقال اسانه وي او تأثيرات هم ولري.”

ارشیف، د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه
ارشیف، د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه
ښاغلی امرخېل وايي، د داسې ماينونو جوړولو ډېری مرکزونه د هېواد په يو شمېر ښارونو لکه کابل کې موجود دي، خو نوموړي په دې اړه اسناد وړاندې نه‌کړل.

افغان امنیتي بنسټونو هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په مرکز کابل کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوې دي.

په تازه دوه پېښو کې چې تېره ورځ رامنځته شوې د افغانستان د قاصد ستراتېژیکو مطالعاتو رئیس عبدالباقي امین او یو بل تن په‌کې ووژل شول او دوه نور په‌کې ټپيان شول.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.