د افغانستان د نرسانو او قابلو شورا پرانيستل شوه ۱ ساعت مخکې

دآزادی راډیو

د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني وايي، که څه هم د زېږون پر مهال د میندو مړینه د سیمې په کچه اوس هم په افغانستان کې ‌ډېره ده، خو د‌ ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته چې دغه کچه د پام وړ راکمه شي.

ښاغلي عثثماني دغه څرګندونې، نن سې شنبه (د لېندۍ ۲۵مه) په کابل دې د نرسانو او قابله ګانو د شورا په پرانېست غونډه کې وکړې.

په دې پرانېست غونډه کې ښاغلي عثماني وويل، سره له ډېرو ستونزو چې په روغتيايي برخه کې موجودې دي د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه اوس هم لوړه ده .
خو ښاغلی عثماني زیاتوي، د ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته چې دغه کچه د پام وړ راکمه شي: “اوس مهال په افغانستان کې د ميندو د مړينې کچه د سيمې د هېوادونو پرتله زیاته ده، خو د دې شورا له جوړېدو او د قابلو په مسلکي روزنې سره به دغه کچه په راتلونکې کې راکمه شي.”

د عامې روغتيا وزير په خبره، دا چې دغه شمېر پخوا کلونو کې ولې د پام وړ ډېر و دليل يې د منظمې تګلارې نشتون او نرسانو او قابله ګانو ته د لازمو اسانتياوو نه شتون و.

افغانستان کې د زېږون پرمهال د میندو مړینه د سیمې په کچه لا هم ډېره ده
ښاغلی عثماني وايي، په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د روغتيايي خونو په جوړولو سره روغتيايي خدمات لا ښه کړي.

د عامې روغتيا وزارت مخکې هم د روغتونونو او کلينيکونو تر منځ د يو شمېر روغتيايی خونو د جوړولو خبره کړې وه چې په وسایلو به سمبال او د نارينه او ښخينه ډاکټرانو تر څنګ به نرسانې او قابلې هم په کې وي.

نوموړی وايي، د نرسانو او قابلو د شورا په جوړېدو سره به د ميندو د مړينې په کچه کې په راتلونکې کالونو کې ۸۰ سلنه کموالي راشي، خو په خبره یې په دې شرط چې بنسټيز اقدامات ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزیر وايي د‌ ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته
د عامې روغتیا وزیر وايي د‌ ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته
په ورته وخت کې د افغانستان د نرسانو او قابلو شورا اجرائيوي مشره هیلۍ غرشين وايي، دغه شورا به د نرسانو او قابلو د حقونو او د اسانتياو برابرولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړې وايي: “اوس په افغانستان کې د قابله ګۍ وضیعت له پخوا ډير ښه شوی، زموږ قابله ګانې هڅه کوي چې ځان له بين المللي معيارونو سره برابر کړي، د نرسانو په برخه کې تاسو ته دومره ويلی شم اوس مهال په ټول هېواد کې له شپږ زرو زیاتې په روغتیايي سیستم کې کار کوي او د قابلو شمېر شاوخوا ۳۱ زرو ته رسیږي چې اوس مهال اووه زره په روغتیايي سیستم کې کار کوي، د نرسانو شمېر باید په ۲۰۳۰ کال ۳۲ زره کسانو ته ورسیږي.”

خو اغلې غرشين وايي، د حکومت د ملاتړ پرته دغه شورا خپل اغېزمن کارونه نه شي ترسره کولاي.

د دې شورا د معلوماتو له مخې هغه سروې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې شوي له دې کال وړاندې په تېرو درې کلونو کې د ميندو د مړينې کچه د زېږون پر مهال په کلني ډول په ۱۰۰ زرو میندو کې ۱۶۰۰ وې چې دغه شمېر د په هڅو سره په روغتيايي برخه کې په ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو کې په ۱۰۰ زرو کې ۶۰۰ ته راکښته شو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.