د افغانستان د سړکونو د خرابوالي لاملونه څه دي؟

دآزادی راډیو

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د هېواد د سړکونو د ژر خرابېدو لامل، د خصوصي ټرانسپورت د نقلیه وسایطو لوړ توناژ دی.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د خصوصي بار وړونکو نقلیه وسایطو د لوړ توناژ له امله، هرکال د هېواد عمده سړکونه له وخته مخکې خرابېږي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمن صلاحي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، له ۱۳۹۳ لمریز کال وروسته د فواید عامې او ټرانسپورټ د وزارتونو، د کابینې د اقتصادي شورا او د خصوصي سکټور د مشورو او پرېکړو له مخې، د باروړونکو نقلیه وسایطو د توناژ اندازه ټاکل شوې او تراوسه نافذه هم ده، خو خصوصي سکټور یې تر ډېره بریده نه پلې کوي.
دی وایي:

“موږ په دې تړاو لسګونه اسناد لرو چې په حقیقت کې خصوصي سکټور د عامه شتمنیو په ساتنه کې همغږي نه کوي، خصوصي سکټور ټینګار کوي چې د اضافه بار اجازه ورکړو، خصوصي سکټور نه باید اصول او مقررات ترپښو لاندې او په خپلو ټیمي ګټو فکر وکړي.”

ښاغلي صلاحي وویل، په تېرو کلونو کې د هېواد د یو کیلومتر سړک پر جوړولو تر دوه میلیونو ډالر لګېدلي، خو اوس پر یو کیلومتر شااوخوا لس لکه ډالر لګېږي، له دې امله په کار ده چې حکومت، خلک او خصوصي سکټور یې د ساتلو لپاره ګډې او رښتینې هڅې وکړي.

د فواید عامې د وزارت مرستیال دا هم وویل، دا حقیقت دی چې خصوصي سکټور د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په برخو کې د حکومت پیاوړی ملاتړی دی، خو د سړکونو په ساتلو کې له حکومت سره یې همکاري کمه ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د باروړونکو نقلیه وسایطو د بار د کنټرول لپاره په ټول هېواد کې ۳۱ معیاري تلې نصب شوي چې دا کار هم د خصوصي سکټور په زړه نه دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال څه باندې ۳۰۰۰ کیلومتره پاخه سړکونه لري او د زرګونو کیلومترو نورو سړکونو د پخېدو چارې هم، د حکومت او نړیوالو بانکونو په مرسته روانې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د باروړونکو نقلیه وسایطو سراسري ټولنه په دې برخه کې د ځینو کوچنیو باروړونکو وسایطو له سرغړونو سترګې نه پټوي، خو وايي، د سړکونو د کیفیت ټیټوالی او د حمل او نقل په چارو کې فساد عمده لاملونه دي چې سړکونه له وخته مخکې خرابېږي.
د دغی ټولنې رئيس عباس ايين له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ستونزې د حل لپاره دولت ته داشان وړاندیز وکړ:

“د فواید عامې او د صنایعو او سوداګرۍ د وزارتونو، د سوداګرۍ د خونې او د باروړونکو وسایطو د ټولنې یوه کمېټه دې جوړه او ژمنه دې په کې وشي چې حکومت به په معیارونو برابر کیفیت لرونکي سړکونه جوړوي، د فساد مخه به په کې نیسي او خصوصي سکټور به ژمنه کوي چې نافذ مقررات مراعات کړي او حکومت دې دغه چاره په جدي توګه وڅاري.”

ښاغلي ایین دا هم وویل، په لویو لارو کې د تلو نصبول د فساد یوه بله سرچینه ده چې له کابو درې کلونو راهیسې پیل شوې ده.

خو د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي چې د قوانینو د پلي کولو په برخه کې جدي دی.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.