د افغانستان د سولې په تړاو پاکستان ته د امریکا خبرداری

تاند(یکشنبه، د حمل۲۸) په قطر او لوېدیځو هیوادونو کې څو سرچینې ادعا کوي چې امریکا پاکستان ته د افغانستان په تړاو جدي خبرداری ورکړی دی.

په قطر کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې پاکستان د دغو خبرداریو په تړاو د خبرو لپاره طالب مشران وربللي دي.

دې سرچینې وویل، ممکن یو شمېر قطرمېشتي طالب مشران روانه اووني پاکستان ته لاړ شي.

یوه بله سرچینه وايي، د امریکا او لوېدیځ له خبرداریو وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د افغانستان د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته وړاندیز کړی چې پر طالبانو به فشار راوړي او حتي د هغو څو مشران به زندان ته ولېږي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

طالبانو ویلي چې د استانبول په کنفرانس کې ګډون نه کوي. او هر راز خبرې تر هغو ځنډوي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.

په قطر کې یوه سرچینه ادعا کوي چې خلیلزاد د طالب مشرانو د نیولو او محبس ته د لېږلو په اړه د جنرال باجوه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو هغه ته یې ویلي چې دوی ته کره معلومات په لاس ورغلي چې پاکستان طالبانو ته په پټه ویلي چې امریکا تښتي او تاسو د خپلې خوښې نظام د جوړولو لپاره ځان چمتو کړئ.

ویل کېږي چې د خیلزاد خبرداري پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي دي. د دوی اندېښنه وروسته له دې زیاته شوه چې ویل کېږي فرانسې او جرمني دواړو امریکا ته مشوره ورکړې چې پاکستان سخت پیغام ته اړتیا لري او که طالبانو د جګړې له لارې د افغانستان د نظام د پرزولو هڅه وکړه، باید پاکستان مسوول وګڼل شي.

سرچینه زیاتوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر ته ټېلفون او د سولې په برخه کې د ډاډ ورکول ښايي د امریکا او لویدیځ له خبرداري سره بې ارتباطه نه وي.

قریشي په دې ټېلفوني خبرو کې خپل افغان ساري ته وویل چې اسلام اباد هیله لري چې د استانبول پروسه بریالۍ شي.

سرچینه پاکستان ته د ولسمشر غني تازه خبرداری هم د امریکا له خبرداري سره تړلی بولي. ولسمشر غني نن (یکشنبه) پر پاکستان غږ وکړ چې له افغانستان سره له دښمنۍ او دوستۍ یو وټاکي. ده همداراز وویل چې که په افغانستان کې ناامني دوام وکړي پاکستان هم ارام نه شي پاتې کېدای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.