د افغانستان تر ټولو ستر بیرغ ولسمشر او لومړۍ مېرمن لاسلیک کړ

 

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمن لورا (بي بي ګل) غني د افغانستان تر ټولو پر ستر بیرغ لاسلیکونه وکړل.

دا بیرغ، چې لویوالی یې څو زره متر مربع ته رسېږي، وروسته له دې ارګ ته راوړل شو چې په هرات او نورو ولایتونو کې څو ملیونو افغانانو پرې لاسلیکونه وکړل.

د ولسمشر غني یوه ویندوی شاه حسین مرتضوي وايي، دا بیرغ د افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو او د ملي یووالي د حکومت د پروګرامونو د ملاتړ په نښه لاسلیک شوی دی.

مرتضوي وايي، پر دې بیرغ مخکې په هرات کې یو لک (۱۰۰۰۰۰) لاسلیکونه شوي او نن /چهارزشنبه/ مازدیکر به د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ته وسپارل شي.

تر دې څو کاله پخوا د هند په مرسته د افغانستان تر ټولو لوړ بیرغ د کابل د وزیراکبرخان پر غونډۍ درول شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.