د افغانستان-امریکايي پوهنتون استادان خوشې شول

دآزادی راډیو

د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان چې درې کاله وړاندې طالبانو له کابله تښتولي وو، نن خوشې کړي دي.

د طالبانو یوې سرچینې اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې دغه یرغمل شوي استادان د جنوبي ولایت زابل په نوبهار ولسوالۍ کې خوشې شوي دي.

امریکایی کیون کېنګ او استرالیایی ټیموټي وېکس نن سهار له بنده ازاد شوي او د افغانستان په جنوب کې د پولیسو سرچینو ویلي چې په هلیکوپټر کې لېږدول شوي دي.

وړاندې له دې د طالبانو سرچینو روېټرز ته ویلي چې انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور غړي په پروان کې د افغان دولت له بنده خوشې شوي او قطر ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان-امریکايي پوهنتون د طالبانو له بنده د خپلو دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ.
دغه پوهتنون په یوه اعلامیه کې وايي، د ټولو ښکېلو خواوو چې د دغو استادانو په خوشې کولو کې یې هڅه کړې، ستاینه کوي.

تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ (نومبر ۱۲مه) ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د افغانستان-امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې، له بګرام زندانه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید ازاد کړي.

تېره اوونۍ په کابل او لوګر کې له بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو طالبانو د خوشې کېدو د ځنډولو خبر ورکړ، خو د طالبانو ځینو سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه طالبان د بګرام له زندانه خوشې شوي او قطر ته رسېدلي دي.

تر اوسه د افغانستان دولت او په دغه هېواد کې مېشتو امریکايي ځواکونو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.