د استانبول کنفرانس به د مسکو سره فرق ولري؟

عبدالمجید راغستانی
افغان سوله
د استانبول کنفرانس به د مسکو سره فرق ولري؟
ظاهرآ داسي معلومیږي چي په کمي او کیفي لحاظ به یې توپیرونه ډیر وي
د مسکو غونډه د یوه هیواد لخوا را غوښتل سویوه،او د لومړي سره یې نوم مشورتي وو مانا د خاصو پریکړو تمه هم نه ترینه کیده.زما په نظر تر ټولو لویه ،نتیجه یا پایله یې د څلورو هیوادونو (امریکا،روسیه،چین،پاکستان)ګډه اعلامیه وه چي په هغو کي د روسیې او پاکستان نظر او موقف ډیر مهم وو
د ښکیلو خواوو (افغان دولت او طالبانو) ور غوښتل بې ګټي و
اما د استانبول غونډه نړیوال حیثت لري ،د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندي وي،په یاده غونډه کي به د ښکیلو افغاني خواوو (طالبان او افغان دولت)سربیره به د نړۍ ستر قدرتونه،د افغانستان ګاونډي هیوادونه ،د سیمي هیوادونه نړیوال معتبر سازمانونه دعوت وي.
د مسکو غونډه یوه ورځ وه ،امکان لري د استانبول غونډه څو ورځي وي .
اما د پریکړو په احساس کیدای سي د مسکو د غونډي سره ډیر فرق ونلري ځکه یاده غونډه په ډیره عجله را غوښتل سویده او داسي یوه واحده طرحه چي ښکیلي خواوي او نړیوال حد اقل ۶۰-۷۰ سلنه توافق ولري چي پاته ۴۰-۳۰ سلنه کیدای سوه په غونډه کي بحثونه پر سوي وای.
د لومړۍ ورځي داسي معلومیده چي د امریکا نوې طرح ” د سولي لار نقشه” یا د سولي پروسې چټکتیا به د یاد کنفرانس اصلي اجنډا وي،دا وړاندوینه هم کیده چي د قطر پروسه ” بین الافغاني مذاکرات” به نور و دریږي او اوسنی کنفرانس به وروستۍ پریکړي کوي.خو معلومیږي داسي به نه وي.
د یوې خوا امریکا و نسوه کولای ښکیلي خواوي د خپلي نوي طرحي په اړه راضي کړي.افغان دولت خپله طرح امریکائیانو ته سپارلي ده چي غټ ټکي
اوربند
د وخت نه مخکي انتخابات
انتخابات د ملګرو ملتونو او نړیوالو تر رهبرۍ لاندي
په ټاکنو کي د ولسمشر غني او مرستیالانو نه ګډون
بلخوا طالبانو هم ویلي دي دوی خپله طرحه امریکائیانو ته سپارلې ده چي
د دریو میاشتو لپاره اورکم ( د ولایتونو او ولسوالیو مرکزونه به نه نیسي)
دولت به بمبارد شپني عملیات بندوي
سراسري اوربند نه کیږي
دولت به د طالبانو ۷۰۰۰ نور بندیان خوشي کوي
نړیوال به د طالبانو مشران له تور لیسته باسي
داسي معلومیږي هم افغان دولت او هم طالبان به پورتنۍ طرحي د استانبول (ترکیې) په غونډه کي وړاندي کوي.په دې صورت کي بیا د امریکا طرح خپل اهمیت د لاسه ور کوي.
بله لویه ستونزه داده چي د امریکا د طرحي اساسي او مرکزي ټکی د ” یوه همه شموله موقت حکومت چي ټولي خواوي پکي ګډون ولري” جوړوي ،اما نه د افغانستان دولت داسي موقت حکومت مني او نه هم طالبان .دواړو خواو دا ډول یو حکومت په کلکه رد کړیدئ.
دولت یې بدیل ټاکني بولي،خو طالبان وایي د هر ډول حکومت سره (که انتقالي وي،موقت،عبوري…..یا بل څه) چي د اوسني حکومت ځایناستی وي نه یوازي ستونزه نه لري بلکی هرکلی یې کوي ،خو طالبان به په هیڅ صورت ګډون نه کوي.
بله لویه تشه د یادي غونډي داده چي تر اوسه دا نده معلومه چي د ښکیلو خواوو په کومه کچه مشران ګډون کوي ،دولت ویلي دي دا په دې اړه لري چي د طالبانو لخوا به څوک د خپل پلاوي مشرتوب کوي،طالبان تر اوسه نه یوازي د خپل هیات په اړه څه نه وایي دومره وایي چي “د امریکا د طرحي ارزونه لا دوام لري”.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي “د ترکیې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو ‘مشران’ ګډون کوي” خو دا نه وایي په کومه کچه؟
یوه لویه ستونزه چي دا څو کاله موجوده وه او اوس هم نه یوازي څوک یې نه مطرح کوي د جنګ د ښکیلو خواوو د استازو نه پرته د ولس ،بې پرې افغانانو ،بې پرې علماوو قانونپوهانو،احزابو،مدني ټولونو،ځوانانو ،ښځو،د جګړې د قربانیانو ،مهاجرینو …..په استازیتوب به څوک ګډون کوي او که نه؟ که ګډون کوي دا به څوک او په کومو معیارونو؟

وروستۍ خبره داده چي هم د مسکو د څلورو هیوادونو په اعلامیه کي د دقطر هیواد د دوحې د بین الافغآني مذاکراتو د دوام ملاتړ سویدئ،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیلکین هم وایي “چې دا غونډه په راتلونکو څو اونیو کې د ډیپلوماسۍ او د شخړې د یو ډول سوله ییز حل لپاره د هڅو لړ کې رابلل کیږي “.مانا د امریکا هغه جدیت چي د بلینکین په لیک کي ولسمشر غني ته موجود وو اوس نسته خپله هم یوازي د یوې هڅي په سترګو ورته ګوري.
د افغانستان دمصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبد الله هم وایي “موږ باید د پام وړ یو پرمختګ ته ورسېږو. نهایي، نهایي موافقه به البته وخت نیسي، خو موږ باید لږترلږه په یو څو اصولو موافقه وکړو او د اوربند په اړه یوه موافقه به خورا، خورا مهمه وي.”.
د روسیې د دولت استازی د افغانستان لپاره ضمیر کابلوف بیا وایي ” د هر هغه کنفرانس ،غونډي یا اجماع چي د افغانستان د قضیې د حل په اړه وي ملاتړ کوي،خو د ترکیې د غونډي اجنډا او محتوا نه ندئ خبر ،او تر څو دا ټول ور سره شریک نسي او مطالعه یې نکړي د خپل پلاوي د ګډون یا نه ګډون په اړه پریکړه نسي کولای.”
د دې ټولو څرګندونو نه معلومیږي د ترکیې غونډه به داسي اساسي پریکړي لکه (سراسري اوربند،د راتلونکي حکومت ډول )…ونسي. او هغه د قطر ډرامه به دوام ولري.
یقینآ یوه لاره سته او هغه دا چي ملګري ملتونه،امنیت شورا ،ګاونډیان او د سیمي هیوادونه او تر ټولو مهم د دواړو خواوو ملاتړي هیوادونه( امریکا او پاکستان) پر ښکلیو خواو داسي فشار واچوي چي د یوه سیاسي عاجل جوړ جاړي پرته بله لار ونلري.خو زه تر اوسه داسي څه نه وینم.
پکار دا وه چي امریکا مخکي له دې چي خپله طرحه وړاندي کي کورنۍ افغاني،سیمه ایزه او نړیواله اجماع،طالبانو او پاکستان سره یوې فیصلې ته نژدي سوې وای او بیا یې کنفرانس ته وړاندي کړېوای.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.