د اداري فساد د مبارزې د طرحې په اړه له فساد سره د مبارزې د ادارې غبرګون

 

دآزادی راډیو

له فساد سره د مبارزې عالي اداره، له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ په اړه وايي چې یوازې د طرحو ترتیب او تدوین د حل لاره نه ده.

په داسې حال کې چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي وروستۍ کېږي، خو له فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې یوازې د ستراتیژيو تدوین د حل لاره نه ده او باید په عملي کېدو یې زیات تمرکز وشي.

د دغې ادارې رئیس سید حسین فخري د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغې ستراتیژۍ د هرکلي تر څنګ وویل چې د طرحې د ګټې او نتایجو په اړه یې قضاوت نه شي کولای.
ښاغلي فخري وویل:

“یوازې د ستراتیژۍ طرحه او تدوین له اداري فساد سره بشپړه مبارزه نه شي کولای، له دې پدیدې سره په مبارزه په ځانګړې توګه، په افغانستان کې ورسره مبارزه چې جګړه هم په کې روانه ده او لوی سیاسي مصالح هم موجود دي، نو یوازې د ستراتیژیو طرحه او تدوین ستونزه نه شي حل کولای. ”

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر په مشرۍ د وزیرانو عالي شورا د قانون د حاکمیت او اداري فساد پرضد د مبارزې په فوق العاده غونډه کې، له اداري فساد سره د مبارزې پر ملي ستراتیژۍ بحث وشو.

ټاکل شوې چې دغه ستراتیژي د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش تر مشرۍ لاندې کمېټه کې نهايي شي.

په دغې ستراتیژۍ کې پنځه لومړیتوبونه لکه سالمه رهبري، د دولت په رهبرۍ کې جدي اراده، په امنیتي سکټور کې اصلاحات، په ګمارنه کې شفافیت، د اداري فساد په برخه کې د تورنو عدلي تعقیب او درست مالي مدیریت په پام کې نیول شوي دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال په دغه غونډه کې وویل چې اته وزارتونه چې زیات عواید او لګښتونه لري، له فساد سره په مبارزه کې په لومړیتوب کې دي.

د سرور دانش په وینا، په دغه طرحه کې د موجوده وضعیت تحلیل، د ستونزو او خنډونو بررسي، د حکومت او نړیوال ټولنې څو اړخیز مسؤلیت او هغه اقدامات چې ټاکل شوي تر سره شي، مشخص شوي دي.

که څه هم تر دې وړاندې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اسناد موجود وو، خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې باید په هغوی کې تغیرات راشي او اوسنۍ طرحه به له نورو هغو جامع او ټولیز سند وي.

د افغان ولسمشر د ویاندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دغې ستراتیژۍ د پلې کېدو لپاره جدي اراده لري.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

“په لومړي سر کې باید موانع او ستونزې وپېژندل شي او ستراتیژي ترتیب شي، وروسته بیا کاري پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره یې اقدام وشي چې تر ډېره په دغې ستراتیژۍ کې، د تطبیق په پلان تمرکز وشي چې حکومت په دې برخه کې اراده لري. ”

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ستراتیژۍ اصلي هدف د قانون د حاکمیت په تامین کې بولي.

خو د چارو کارپوه قدرت الله ځواک په دې نظر دی چې تر هغې چې له لوړو ځایونو د اداري فساد جرړې ونه ایستل شي او په فساد کې ښکېل لوی مجرمین محاکمه نه شي، نو له اداري فساد سره د مبارزې بحث به بریالیتوب ته ونه رسېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.