دوستم خپله محاصره رد کړه ، پلویان او ساتونکي یې ارامۍ ته راوبلل

 
جاويد هميم کاکړFeb 21, 2017 – 21:29
کابل (پژواک ۳ کب ۹۵): د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په کابل کې د امنیتي ځواکونو لخوا د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه او ویې چې دا ددښمنانو دسیسې دي.

دوستم او ساتونکي یې د جوزجان د پخواني والي او قومي مشر ایشچي د بندي کولواو پرې د جنسي تیري او زور زیاتي تورن دي، لویه څارنوالۍ د یادو تورونو د پلټنو لپاره د دوستم د نهو ساتونکو د نیولو امر کړی دی، خو دوستم ددغه کار ممانعت کوي.

یوې دولتي سرچینې د کب په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته ویلي، څارنوالانو او د لسمې حوزې منسوبینو پرون ددوستم دساتونکو د نیولو هڅه کړې وه، خو ناکام شوي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې دکابل ګارنیزون له نن سهار وخته د دوستم د کور او دفتر شاوخوا سیمې کلا بندې کړې او هر لوري ته بیلا بیل ځواکونه درول شوي وو. دصدارت په ماڼۍ کې چې دولسمشر لومړي مرستیال، دویم مرستیال، داجراییوي ریاست د لومړي او دویم ریاست دفترونه دي، نن ټول تړل شوي وو او مامورین یې کورونو ته لیږل شوي وو.

خو جنرال دوستم نن مازیګر پخپل کور کې د جنبش ګوند غړو او قومي مشرانو سره دلیدنې پر مهال د خپل کور او دفتر د محاصرې خبرونه په کلکه رد کړل.

نوموړي دغه خبرې چې دشپې په اته بجو د هغه د آيینه تلویزیون لخوا خپرې شوې، جنرال دوستم نږدې یو ساعت خپلو پلویانو ته خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه : (( که چیرې دا خبره رښتیا وه، نو دکابل ګارنیزیون او د ولسمشرۍ ماڼۍ به په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې وای، چې ددوستم د کور د محاصرې امر شوی دی.))

خو دوستم وویل، چې دا ټول د دښمن دسیسې دي ، اوس یې خپل تکتیک بدل کړی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال ادعا وکړه، چې دده خلاف دسیسو کې د پاکستان لاس دی ، پخوا یې د جنرال مالک په وسیله دسیسه جوړه کړې وه، د کرزي په حکومت کې یې داکبربای دسیسه جوړه کړه.

دی وایي، پاکستان تل د دروغو اوازو خپرولو سره دافغانستان په مشرانو کې اختلافات اچوي حکومت کمزوری کوي.

د هغه په وینا، دلته ځینې کم تجرپېئ دوستان ولسمشر ته ناسم راپورونه ورکوي او شیطانې کوي.

دوستم وویل، که چیرې دی له دولت سره مخامخ شي، نو دولت کمزوری کیږي.

ده زیاته کړه : (( اوس دې هم څارنوالي راشي ، که د اکبربای په قضیه کې یې پر ما جرم ثابت کړ، نو سزا دې راکړي او که ثابت یې نه کړ، نو کرزی دې ځواب ورکړي.))

دوستم وایي، چې هغه مهال یې هم دده شخصیت ته ضرر رسول شوی و او اوس بیا ددې هڅه کیږي .

خو هغه زیاته کړه : (( کله چې له موجونو سره سیلاب راشي او تیر شي، خو بیا هم کاڼي پخپل ځای پاتې وي ،خبرې به کیږي ، وخت به تیریږي، خو موږ به پخپل ځای پاتې یو.))

نوموړي خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ، چې دده نه کور او نه هم دفترونه محاصره دي او هغوی یې حوصله مندۍ او ارامۍ ته راوبلل او زیاته یې کړه، چې د هیواد دښمنان د خلکو ذهنونه خرابول غواړي.

د هغه په وینا، که چیرې امنیتي ځواکونو سړکونو ته راوتلي وي، دا د هغوی دنده ده . ده زیاته کړه : (( موږ حس کړې نه ده، چې ګوندې ددې ځواکونو لخوا محاصره شوي یو، کیدای شي زموږ ساتنې لپاره راغلي وي.))

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، که چیرې دده کور رښتیا هم محاصره شوی وي، نو جرم یې دادی، چې له طالب او داعش سره یې مقابله کړې ده.

د هغه په وینا، خپلو ساتونکو ته یې ویلي، چې وارخطا کیږي نه، له احتیا‌ط څخه کار واخلي، که چیرې پر ما ډزې هم وشي، نو ساتونکي به یې پر سرتیرو ډزې نه کوي.

دوستم وویل، که چیرې په کابل کې جنګونه، حرج ومرج او ګډوډۍ پیل شي، نو بانکونه لوټ شي، سوداګري به په ټپه ودریږي خو دې د ګډوډیو او ورانیو ملاتړی او پلوی نه دی.

ده زیاته کړه : (( په همدې دسیسو او جګړو له امله مې سر سپین شو اوس ۶۳ کلن شوی یم، پخپلې ځوانۍ هم پوی نه شوم، خدای دې پر دې ولس نوره بده ورځ نه راولي.))

د ولسمشر لومړي مرستیال خپلو پلویانو په دغه وینا کې د ملي ځواکونو د ملاتړ، تقویې او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې چې په هیواد کې باید ملي یووالي ته کار وشي .

هغه له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې له امریکا څخه مننه وکړه، چې له افغانستان سره په هره برخه کې مرسته کوي او هغوی یې وغوښتل، چې افغان ځواکونه پر الوتکو او درنو وسلو سمبال کړي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.