دفاع وزارت: پاکستان ته د تروریستي ډلو په تړاو نور لېستونه سپارل کېږي
دآزادی راډیو
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، پرېکړه شوې چې پاکستان ته په هغه هېواد کې د تروریستي ډلو، د پېژندنې او فعالیتونو په تړاو د افغان لوري لهخوا نور لېستونه هم وسپارل شي.
دفاع وزارت دا خبره په داسې حال کې کوي چې شاوخوا لس ورځې مخکې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو مشر، جان مککېن او ورسره پلاوی یې کابل ته په خپل سفر کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره دې هوکړې ته رسیدلی چې دواړه هېوادونه به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي او امریکا او چین به یې څاري.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، پخوا مو هم پاکستان ته لېستونه ورکړي او بیا به هم ورته لېستونه ور وسپارو.
نوموړی وايي:
“موږ پخوا تر دې د ۸۶ هدفونو لېست پاکستان ته ورکړی و. ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د تروریستانو مرکزونه په پاکستان کې دي او پاکستان کولی شي چې دا مرکزونه له منځه یوسي. دا لېستونه مو له پاکستان سره شریک کړي او نور هم شریکوو. اوس چې چین او امریکا ژمنه کړې چې پاکستان دغه هدفونه لهمنځه وړي موږ په دوامداره توګه دا ډول نور لېستونه هم له پاکستان سره شریکوو.”
د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو مشر جان مککېن او ملګری پلاوی یې کابل ته تر سفر مخکې پاکستان ته تلی و او په خبره یې چې د هغه هېواد له پوځي لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدلي او د افغانستان د امنیت په اړه یې ورسره خبري کړې دي .
جان مککېن دا هم ویلي چې د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې افغانستان ته د وسلهوالو د ورتګ مخه ونیسي.
د افغانستان د امینتي مسؤلینو د معلوماتو له مخې افغانستان او پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره په همغږو عملیات هوکړه کړې.
د دفاع وزارت ویاند ښاغلی وزیري دا هم وايي چې د پاکستان له لوري هم دوی ته په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو د مرکزونو د موجودیت لېستونه ورکړل شوي، خو د ده په خبره له پلټنو سره-سره په دغه هېواد کې یې شتون ثابت نهشو.
د پوځي چارو پوهان وايي، که د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو ګډ عملیات تر سره او پاکستان په یادو عملیاتو کې صداقت وښي او دغه شان د معتبرو هېوادونو لهخوا په جدي توګه وڅارل شي، نتیجه به یې مثبته وي.
د دغو کارپوهانو له ډلې پخواني جنرال زلمي وردک ازادي راډیوته وویل:
“که په حقیقي توګه په دې برخه کې اقدام وشي او هغه مرکزونه چې د افغانستان لهخوا لېست ورکول کېږي له منځه یوړل شي او د امریکا او چین لهخوا پرې جدي وڅارل شي، دا د افغانستان او پاکستان په ګټه دی.”
افغان امینتي چارواکي وايي، پاکستان پخوا تر دې هم ورته ژمنې کړي خو عمل یې پرې نهدی کړی.
د دوی په خبره د پیښور او کوټې شورا، د حقاني شبکه، تحریک طالبان او داسې نورې ډلې له پخوا راهیسې په پاکستان کې دي او د هغه هېواد له خاورې د افغان حکومت پرضد فعالیت کوي.
راپور: خان محمد سیند
نظرات بسته شده است.