دفاع وزارت: د هلمند سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر بې بنسټه دی
دآزادی راډیو
د افغانستان دفاع وزارت د هلمند ولایت د سنګین د ولسوالۍ د سقوط خبر رد کړ.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي د سنګین ولسوالۍ سقوط د وسله والو طالبانو یو تبلیغ دی.
په اعلامیه کې راغلي چې افغان ځواکونو د دفاع وزارت د پلان له مخې د سنګین ولسوالۍ د شکرشیله سیمې ته انتقال شوي دي.
همدارنګه د ۲۱۵ اتل قول اردو د دویم لوا چې سنګین ولسوالۍ کې یې فعالیت درلود له خولې ویل شوي چې دغه ولسوالۍ کې هېڅ امنیتي ستونزې نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت شورا تائیده کړې چې دغه ولسوالۍ تېره شپه حکومت وسله والو طالبانو ته پرېښې ده.
د هلمند ولایتي شورا تائید کړه چې حکومت تېره شپه د سنګین ولسوالۍ مرکز وسلهوالو ته پرېښی دی.
د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسؤل بشیر احمد شاکر ازادي راډيو ته وویل، د سنګین خوشې کول به پر نورو سیمو باندې فشار واچوي.
که څه هم حکومت په رسمي ډول نهده تائید شوې خو د ۲۱۵ میوند قول اردو یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، د هلمند سنګین ولسوالۍ یې وسلهوالو طالبانو ته پرېښې ده.
سرچینې زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې نهیوازې د حکومتي سرتېرو تلفات ډېر بلکې اکمالاتیې نهکېدل او د وسلهوالو هم ډېر فشار وه.
د هلمند دولتي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، دا په هلمند کې اوومه ولسوالۍ ده چې په ټولهییزه توګه وسلهوالو ته پاتې کېږي.
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د دې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی، خو ویل کېږي د ځواکونو د وتلو پر مهال جګړه نهده شوې.
پخواني معلومات
د ۲۱۵ میوند قول اردو یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، د هلمند سنګین ولسوالۍ یې وسلهوالو طالبانو ته پرېښې ده.
سرچینې زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې نهیوازې د حکومتي سرتېرو تلفات ډېر، بلکې اکمالاتیې نهکېدل او د وسلهوالو هم ډېر فشار وه.
د هلمند دولتي چارواکي په دې اړه د خبرو کولو نه ډډه کوي.
دا په هلمند کې اوومه ولسوالۍ ده چې په ټولهیزه توګه وسلهوالو ته پاتې کېږي.
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د دې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی، خو ویل کېږي د ځواکونو د وتلو پر مهال جګړه نهده شوې.
راسره ملګري شئ
نظرات بسته شده است.