دفاع وزارت د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو د څېړنو پایلې اعلان کړې

 

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزارت د بلخ په ۲۰۹ شاهین قول اردو د څېړنو پایلې اعلان کړې.

د دغه وزارت د ویاند په حواله نن په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي د دوی د څېړنو په اساس په دې حملې کې ۱۳۵ وژل شوي او ۶۴ ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په وژل شویو کې ۱۰ افسر، ۲۶بریدملان، ۹۴ سرتېري او ۵ ملکیان دي.

پخوا دې وزارت د وژل شویو او ټپي شویو شمېر له سله پورته ښوده.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانس پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په وینا راپور ورکړی چې ۱۴۴ تنه په قول اردو د حملې له امله وژل شوي.
د فرانسې خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د دغه لوړپوړي چارواکي له خولې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخېستل شي ویلي چې د جمعې ورځې په دې خونړي برید کې شااوخوا ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، پر ۲۰۹ شاهین قل اردو برید په ډېر غور په څو میاشتو کې پلان شوی دی.

دغه پلاوی د تیرې جمعې په ورځ په ۲۰۹ شاهین قول اردو له حملې وروسته ټاکل شوی و.

خو ځينې نړیوالې رسنۍ بیا د دغې پېښې د تلفاتو شمېر ۱۴۴ تنه ښودلی دی.

د یادې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.