دفاع وزارت: داعش د سیمې د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې د حملو مسؤلیت اخلي

 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو په لارښوونه د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخلي.

دفاع وزارت وايي، داعش د نورو تروریستي ډلو په څېر د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې فعالیت کوي، خو وايي، ګواښ یې دومره جدی نه دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ډېری ترسره کېدونکې حملې ځکه داعش ته منسوبېږي چې ګواکې دغه ډله قوي وښودل شي، خو واقعیت دا دی چې داعش ماته خوړلې ده.
نوموړي زیاته کړه:

“داعش د پاکستان له لارې تمویل او تجهیزېږي او کله چې هر ترورستي ګروپ په افغانستان کې تروریستي عمل ترسره کوي د سیمې یو شمېر استخباراتي کړۍ د دې لپاره چې امتیاز ترلاسه کړي اعلانوي چې داعش په افغانستان کې ګواښونه رامنځته کوي، خو داسې نه ده داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده.”

د ښاغلي رادمنش په خبره په افغانستان کې ډېری حملې د حقاني شبکې له لورې ترسره کېږي، خو یوازې مسؤلیت یې داعش ډله مني.

له بله پلوه د افغان حکومت یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم یاد شي ازادي راډیو ته دا تائید کړه چې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې حملې حقاني شبکه کوي، خو یوازې مسؤلیت یې داعش پر غاړه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ډېرو خونړیو او سختو حملو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې منلی دی.

داعش ډلې د هرات پر “جوادیه” جومات د انتحاري حملو مسؤلیت ومانه

کابل کې د نننۍ انتحاري مسؤلیت داعش په غاړه واخیست

ّپه کابل کې د امام زمان پر جومات حمله چې مسؤلیت داعش په غاړه واخیست، ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل.
ّپه کابل کې د امام زمان پر جومات حمله چې مسؤلیت داعش په غاړه واخیست، ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل.
وروستۍ هغه یې په کابل کې د تبیان په نوم پر یوه فرهنګي مرکز حمله وه چې له کبله يې ۵۲ تنه ووژل شول او له ۹۰ ډېر ټپیان شول.

مزاري: پر تبیان فرهنګي مرکز برید کې د وژل شویو شمېر ۵۲ تنو ته ورسېد

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، په افغانستان کې ډېری حملې طالبان او حقاني شبکه کوي خو داعش ته ځکه منسوبېږي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه ترې ووېرول شي.

له ډلې یې عبدالله قرلق ازادي راډیو ته وویل:
“په افغانستان کې ډېری حملې او حرکتونه د طالبانو او حقاني شبکې پورې اړه لري، خو لکه څنګه چې د پاکستان استخبارات هم دلته فعال دي نو دا حملې ځکه داعش ته منسوبېږي چې د هغوی رول کم وښودل شي او ځینې امتیازات ترلاسه شي.”

که څه هم تر دې وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون اکثرو افغان چارواکو او یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې داعش جدي خطر بللی و خو ښاغلی قرلق د دفاع وزارت د خبرو په تائید وايي چې د سیمې استخباراتي کړۍ له ځینو هېوادونو د باج اخیستلو لپاره له داعش څخه د وسیلې په توګه کار اخلي، خو د جګړې په میدان کې بیا طالبان او حقاني شبکه فعال حضور لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.