دانش: د برېښنايي تذکرو د وېش پروګرام قومي تندلارو يرغمل کړی

 

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): د ولسمشر دويم مرستيال د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه په خپل تازه دريځ کې وايي چې د افغانستان ټول خلک په بې صبرۍ سره د برېښنايي تذکرو د وېش انتظار باسي، خو دغه ملي مهم پروګرام د يو شمېر بنسټ پالو او قومي تندلارو له لوري يرغمل شوى دى.

سرور دانش چې نن يې د اساسي قانون د تصويب د څوارلسمې کاليزې په مناسبت خبرې کولې، وويل چې اوسنى اساسي قانون ځينې نيمګړتياوې لري او د تعديل اړتيا يې ليدل کېږي.

خو هغه زياته کړه چې د هېواد اساسي قانون د تعديل لپاره پرته له هغه غوراوي چې خپله اساسي قانون کې راغلي، د منلو وړ نه دی او هر غوراوى او اقدام چې د لنډمهاله دولت او دوديزې جرګې جوړول په کې شامل دي، د اساسي قانون خلاف دي او له قانون نه وړاندې هر ډول اقدام د اساسي قانون پر وړاندې تدريجي او نرمه کودتاه ګڼل کېږي چې د اساسي قانون له ماتولو خورا بده ده.

هغه په دې ناسته کې په هېواد کې قومي تفرقې ته د لمن وهنې په اړه وويل چې په هېواد کې د قومي بېلوالو د رامنځته کولو هڅه کېږي چې دا له هر څه خطرناکه او د افغانستان له اساسي قانون نه څرګنده سرغړونه ده.

د ولسمشر دويم مرستيال وويل چې اساسي قانون په هېواد کې قومي تکثر په رسمي ډول منلى او له دغه اړخه د هېواد ټولو قومونو ته په برابر درناوي قايل دى، د اساسي قانون له نظره هېڅ کومه ډله له هرې ادعا سره پر بله ډله لوړتيا نه لري او هېڅ کومه قومي ډله نه شي کولى چې خپل ځانګړى ليدلورى پر ټولو وتپي.

دانش وويل: ((د هېواد ټولو ملي، قومي او سياسي شخصيتونو ته په درناوي سره په جدي ډول غواړم چې په دې مواردو کې په نرمۍ او لرليد سره عمل وکړي.))

د افغان حکومت دغه چارواکي وويل چې برېښنايي تذکره د افغانستان له سترو ملي او مهم پروګرامونو دى او ميليونونه ډالر لګښت پرې راغلى دى، سره له دې چې خلک د برېښنايي تذکرو وېش ته په بې صبرۍ انتظار باسي، خو دا مهم ملي پروګرام چې په هر سبب وي، د يو شمېر قومي تندلارو او بنسټ پالو له لوري برمته شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې د ملي هويت اړوندې نښې لکه دين، قوميت، ژبه، د هېواد نوم، بيرغ، ملي سرود او نور… د هېواد په اساسي قانون کې تنظيم شوي دي.

هغه ټينګار وکړ، هر هغه کس چې په دې برخه کې وړانديز او د تعديل طرحه لري، داسې مهال مطرح شي چې د افغانستان اساسي قانون کې تعديل راځي، نه د برېښنايي تذکرې په اړه چې د افغانستان د خلکو او افرادو په اړه يو ملي سند دى او په ټولو برخو کې ورسره ډېرې ګټې تړلې دي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشر د فرمان له مخې د برېښنا تذکرو وېش د تېرې اوونۍ په ترڅ کې پيل شي، خو دغه کار وځنډول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم د برېښنا تذکرو په وېش کې له ځنډ ملاتړ کړى او ويلي يې دي چې لا هم د دغه بهير په اړه جدي بحثونه شتون لري، په دې برخه کې چې هر تصميم نيول کېږي، بايد د خلکو د غوښتنو له مخې وي او په پايله کې د خلکو تر منځ د پيوستون او يووالي سبب شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.