داعش ننګرهار کې ۱۳ تنه علما برمته کړي

 

 

دآزادی راډیو
داعش وسله والو د ننګرهار په هسکې مينې ولسوالۍکې دیارلس تنه علما برمته کړي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، داعش وسله‎والو په هسکې مينې ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ديني علماء له ځانه سره بيولي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګيآڼی وايي، د یکشنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د هسکې مينې ولسوالۍ د شپولې سیمې اړوند د مشرملا صیب په مدرسه کې ازموينه اخېستل کېده چې داعش وسله‎والو ۱۳ تنه ديني علماء چې په یاده مدرسه کې استادان و له ځانه سره بيولي دي.

نوموړی وايي، ولايتي ادارې د یادو علماو د راخوشې کېدو په موخه هر اړخېزې هڅې پيل کړي.

داعش وسله‎والو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
معلومات
زموږ په اړه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.