خپلواک: روانه اونۍ کې د سولې په تړاو څلور اړخیزه غونډه جوړیږي

دامریکا غږ

د افغانستان د سولې عالی شورا وایي، له وسلوالو طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د پیل د هڅو په لړ کې به د افغانستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو تر منځ په روانه اونۍ کې یوه څلوراړخیزه غونډه جوړه شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وایي چې هڅه کوي د ډیپلیماټیکو لارو څخه هغو هیوادونو سره د سولې په مسله بحثونه وکړي چې د ښاغلي خپلواک پر وینا د افغانستان په سوله کې رول لوبولی شي.

“په دې اونۍ کې څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ جوړیږي.یو شمیر نور پروګرامونه چې د بهرنیو چارو وزارت او حکومت په ګډه ورباندې کار کوي له مخې به یې ټول هغه شرطونه او تضمینونه چې طالبان یې وړاندې کوي او د مستقیمو مذاکراتو لپاره ورته اړتیا ده برابر کړي”.

ښاغلي خپلواک وویل له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو لپاره له هر ډول امکاناتو څخه کار اخلي.

خو ښاغلي خپلواک دا ونه ویل، چې په دغه څلوراړخیزه ناسته کې به د دغو هیوادونو په کومه کچه چارواکي برخه واخلي.

د سولې د عالي شورا د سرچینو د وینا له مخې ټاکل شوې، دا ناسته به یا د سعودي عربستان په پایتخت ریاض او یا هم په کابل کې جوړه شي.

د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د دغو څلورو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په کچه د افغانستان او د تروریزم سره د مبارزې پر مسلو د خبرو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن په ښار کې یوه ناسته جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ګډون کړی وو.

محمد اکرام خپلواک په قطر کې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه د امریکا د ” این بي سي” تلویزیوني شبکې د راپور په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په اړه معلومات نه لري.

ښاغلي خپلواک وویل ” موږ د طالبانو له قوماندانانو سره په اړیکه کې نه یو چې سره څه یې ویلي دي”.

د امریکا د ” این بي سي” تلویزیوني شبکې د طالبانو د ډلې د سرچینو د راپور پر اساس د دغې ډلې د استازو او د امریکا د حکومت د استازو ترمنځ په افغانستان، قطر او متحده عربي اماراتو کې د لیدو کتو په اړه رپوټ ورکړی دی.

د طالبانو استازو دغې امریکایي تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د دغې ډلې استازو تر اوسه څو ځلې امریکایي چارواکو سره د قطر په پایتخت دوحه کې په یو هوټل کې کتلي دي

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس همدارنګه په نیږدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې ناستې خبر هم ورکړ او ویې ویل، چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې د جګړې په مشروعیت خبرې وشي.

ښاغلي خپلواک وویل” ژمنه شوې چې په دې ناسته کې به د دواړو هیوادونو دیني عالمان هغه فتوا ګانې تایید کړي چې د افغانستان د جګړې د څرنګوالي په اړه صادرې شوي دي”.

د سولې عالي شورا چارواکي وايي، په افغانستان کې د سولې په اړه د علماوو متفقه فتوا او په سعودي عربستان کې د بیلابیلو هیوادونو د ۱۰۰ علماوو پریکړه لیک د افغانستان په سوله او ثبات کې یو نوی ګام او تحول دی چې تر اوسه یې په اسلامي نړۍ کې ساری ندی لیدل شوی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.