خلیل کرزی: د شانګهای په غونډه کې “یو مهم ابتکار” د رامنځته کېدو په حال کې دی

 

دآزادی راډیو

نن چهارشنبه مسکو د افغانستان په اړه د شانګهای سازمان د تماس د ډلې د غونډې کوربه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی د افغانستان په اړه د شانګهای د سازمان د تماس د ډلې په جوړېدونکې غونډه کې، د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی.​
ښاغلي کرزي د سې شنبې په ورځ مسکو ته په رسېدو پر خپل ټویټر په دې غونډ‌ه کې خپل ګډون ته په اشارې لیکلي:

“یو مهم ابتکار د رامنځته کېدو په حال کې دی.”
​دا چې دا مهم ابتکار به څه وي، نوموړي یې په اړه جزییات نه‌دي ورکړي.

خو په راپورونو کې ویل شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د سې شنبې په ورځ مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ایګور مورګلوف سره کتلي دي.

د روسیې ايترتاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر اوسني وضعيت خبرې وکړې او روسي لوري په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د پراخو نړیوالو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د سې شنبې په ورځ د شانګهای د سازمان د تماس د ډلې د مسکو د غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب، له ترورېزم سره مبارزه، د افغانستان د امنیت او د اقتصاد په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو همکاري، د دې ناستې د بحث مهم موضوعات دي.
اخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا تر دې مخکې د افغانستان په اړه د شانګهای د سازمان د تماس د ډلې دا غونډه د افغانستان پر اوسني وضعيت بحث بللی چې په وینا یې، په‌کې به په افغانستان کې کړکېچ د پای ته رسېدو پر لارو او د افغانستان او شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په نږدې کېدو خبرې وشي.

د شانګهای سازمان د بهرینو چارو د وزیرانو شورا د افغانستان په اړه د تماس د ګروپ د جوړولو پرېکړه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې کړې وه، خو کله چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د څارونکي په توګه ومنل شو، د دې ډلې کار وځنډول شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، وروسته له هغې چې په افغانستان کې وضعيت نور هم خراب شو، د روان میلادي کال د جون په میاشت کې په استانه کې د شانګهای د سازمان د مشرانو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان په اړه دې د دې سازمان د تماس ډله په لوړه کچه بېرته غونډې او بحثونه پیل کړي چې د مسکو غونډه په همدې سلسله کې جوړېږي.
د افغانستان په اړه د شانګهای د سازمان د تماس د ډلې د چهارشنبې د ورځې غونډه کې د دې سازمان پر نورو غړو سربېره پاکستان او هندوستان چې تازه‌یې د شانګهای غړیتوب اخیستی، هم برخه لري.

د څارونکو په باور، چین، روسیه، پاکستان او هند چې د دې ډلې له غړو څخه دي، د افغانستان په سوله او ثبات کې مهم رول لوبولی شي.

د یادونې وړ ده چې په مسکو کې له دې غونډې وروسته، د راتلونکې دوشنبې په ورځ د عمان په مرکز مسقط کې، د افغانستان په اړه د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان په ګډون، څلور اړخیزه غونډه جوړېږي.

د څلور اړخیزې همغږۍ دا غونډه هم له یو اوږده ځنډ وروسته جوړېږي. افغان چارواکي وايي، پاکستاني لوري مخکې له دې د افغانستان د سولې لپاره خپلې هغه ژمنې نه‌دي عملي کړي چې د همغږۍ د دې څلور اړخیزو غونډو په پخوانیو ناستو کې پرې توافق شوی و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.