خلیلزاد: یو شمېر ورانکار د سولې تاریخي فرصت د ګډوډولو هڅه کوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې کله د سولې خبرې نږدې کېږي یو شمېر ورانکار په وارخطایي هڅې کوي چې دا تاریخي فرصت ګډوډ کړي.

زلمي خلیلزاد دا خبره په ټویټر کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د پروني برید په اړه لیکلې ده او خوښي یې څرګنده کړې چې ښاغلی صالح له دې بریده روغ وتلی دی.
د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د هغو کسانو کار دی چې له جمهوریت سره مخالفت کوي.

هغه زیاته کړه: “تر سولې مخکې په افغانستان کې د یوې ګډوډۍ، انارشۍ د مشرانو د له‌منځه وړلو او په افغانستان کې د هغو کسانو په نښه کولو لپاره اقدامات کېږي چې د جمهوریت ټینګ مدافع دي، د ملي ګټو مدافع دي، دا په خپله واضح کوي چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان د دې برید تر شا دي.”

د طالبانو د سیاسي دفتر نوي ویاند محمد نعیم وردک ازادي راډیو ته په وټس‌اپ کې لیکلي دي چې دوی په دې برید کې لاس نه‌لري.

د افغانستان د حکومت امنیتي تخنیکي ټیمونه د برید پلټنو ته دوام ورکوي. د امنیتي چارو کارپوه جنرال عتیق‌الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت دا توان نه‌لري چې د دې موادو چې په چاودنه کې کار ترې اخیستل شوی دی، دقیق نوعیت معلوم کړي.

هغه زیاته کړه: “زه خو باور نه‌کوم چې دوی به هغسې وسایط ولري یا امکانات ولري چې د دې نوعیت معلوم کړي چې دا په داخل کې تولید شوي یا له بهره راوړل شوي، طبعاً واضح خبره ده چې دا مواد په افغانستان کې نه‌تولیدېږي.”
ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې افغان حکومت باید د دې څېړنو لپاره له ناټو مرسته وغواړي.

تر ابتدایي څېړنو وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پرون پر ټویټر ولیکل چې په دې حمله کې له ( ار.ډي.اېکس.اېچ.اېم.اېس) موادو کار اخیستل شوی دی او دا مواد او د حملې نوعیت هغو حملو ته ورته دی چې مخکې له دې یې حقاني شبکې مسؤلیت منلی دی.

د کابل په پروني برید کې ۱۰ تنه ووژل شول او تر ۳۰ ډېر ټپيان شول. د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په دې برید کې برسېرن زخمي شوی دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.