خلیلزاد: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په اړه د ټرمپ خبرې سمې نه دي تعبیر شوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره موافقه د سولې لپاره غواړي، نه د خپلو عسکرو د وتلو په خاطر.

خلیلزاد پرون د فبرورۍ په اتمه د واشنګټن د سولې په انسټېټیوټ کې د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، د افغانستان جنګ باید پای ته ورسېږي.

زلمی خلیلزاد په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی معرفي شو.

له هغه راهیسې دا اول وار دی چې هغه په واشنګټن کې د خپل فعالیت په اړه په ځانګړې غونډه کې خبرې وکړې.

زلمي خلیلزاد پرون په واشنګټن کې وویل چې د کار اساسي هدف یې د افغانانو ترمنځ د مذاکرو پیل ته د زمینې برابرول دي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر خبرې سمې نه دي تعبیر شوي، ځکه د دوی هڅې یوازې د عسکرو د ایستلو لپاره نه دي، بلکه غواړي چې د افغانستان جګړه ختمه کړي.

زلمی خلیلزاد وایي:

“ما څو میاشتې مخکې دا دنده د دې لپاره واخیسته چې د افغانستان د سولې امکانات مطالعه کړم، زما هدف د امریکا د ملي امنیت لپاره د ګټو خوندي کول، په ځانګړي ډول د ترورېزم د خطر مخنیوی او همدا راز د هغو پرمختګونو خوندي کول دي چې په افغانستان کې شوي دي، زما هدف د امریکا پر اوږو د افغانستان د بار کمول دي، لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیر سپارښتنه را ته کړې، زما هدف په افغانستان کې د سولې موافقه ده، نه د وتلو موافقه، ځکه د سولې موافقه به زموږ وتلو ته زمینه برابره کړي، خو موږ یوازې د وتلو په موافقې پسې نه ګرځو.”
​زلمي خلیلزاد وویل، له طالبانو سره یې په اصولو کې پر یوه هر اړخیزه اجنډا موافقه کړې چې پر دوو ټکو تمرکز لري، له ترورېزم سره مبارزه او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل.

هغه وویل، موږ د مقابل لوري پر تشو وعدو باور نه شو کولای، بلکې ضمانت غواړو چې بیا به له افغانستانه د امریکا او د امریکا د متحدانو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

خلیلزاد زیاته کړه:

“حتی که پر دې دوو مسئلو په خبرو کې بریالي هم شو، خو د سولې مو افقه به له دې پرته چې د افغانستان د سیاسي ایندې یو پراخ پلان جوړ شي، ممکنه نه وي، د افغان او افغان جګړه باید پای ته ورسېږي، افغانان باید له یوه او بل سره پر مېز کېني او د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.”

زلمي خلیلزاد د افغانستان د جمهوري ریاست را روان انتخابات مهم وبلل.

هغه وویل، امید لري چې په افغانستان کې د سولې موافقه تر انتخاباتو مخکې وشي، څو طالبان هم په دې پروسه کې شامل شي.

خلیلزاد وایي:

“زما په نظر د سولې جوړجاړی چې څومره ژر وشي هغومره ښه دی، زه پوهېږم چې را روان انتخابات د سولې موافقه له جنجال سره مخامخ کوي، خو د افغانستان لپاره به ښه وي چې که تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقه وشي، موږ دا غوره ګڼو چې تر جولای مخکې موافقه وشي او طالبان هم دې پروسې ته راولو، د سولې موافقه به د سوله ییزو انتخاباتو زمینه هم برابره کړي، زما په فکر تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقې ته کافي وخت لرو، خو حتی که موافقه ونه شي، انتخابات به کېږي او موږ به هر هغه هڅه کوو چې له معتبرو ټاکنو سره مرسته وکړي.”

زلمي خلیلزاد دا خبرې پرون د واشنګټن د سولې به انسټېټیوټ کې وکړې.

هغه وویل چې دی ژر تر ژره اوربند غواړي، خو د هغه په وینا، د یوې اوږدې پروسې په پیل کې دي.

خو طالبان د اوربند د موافقې په اړه زړه نا زړه دي، ځکه ښايي غواړي چې د سولې د موافقې لپاره په چانو کې ګټه وکړي.
​د خلیلزاد په وینا، طالبان ښايي فکر کوي چې د اوربند په صورت کې به له حکومته زیاته ګټه ونه کړي او ګرانه به وي چې تر اوږده اوربند وروسته، خپل وسله وال بیا راغونډ او د جګړې ډګر ته واستوي.

زلمي خلیلزاد وویل، داسې بريښې چې طالبان که دوه په دوه نه وي، د څو اړخونو په حضور کې د افغانستان له حکومت سره هم خبرو ته حاضر شي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد د فبرورۍ په ۲۵مه بیا په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وګوري.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.