خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن /یکشنبه/ اسلام اباد ته ورسېد چې د دغه هیواد د چارواکو په مرسته د افغانستان د سولې روان بهیر چټک کړي.

د سما نیوز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد نن د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا – پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو په حضور کې په مشورتي غونډه کې ګډون وکړي.

اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد تر رسېدو مخکې تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان په سعودي عربستان کې د اسلامي کنفرانس د همکارۍ موسسې د غونډې په څنګ کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

خلیلزاد د ښاغلیو غني او عمران خان کتنې ته په اشارې په یوه ټویټ کې ولیکل چې د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدا به د سیمې د هیوادونو ترمنځ راشه درشه او ارتباطات پیاوړي کړي.

د خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د تېر کال په سپټمبر کې پیل شوي او تراوسه پورې دواړو خواوو ۶ پړاوه خبرې کړي دي.

خلیلزاد نن د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د اختر پیغام ته په اشارې ویلي چې له تشدده ډک الفاظ کېدای شي چې د سولې پیل شوې پروسه ستونزمنه کړي. ده په عین حال کې د طالبانو د مشر په پیغام کې د ښو ټکو ستاینه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شپې له خبرپاڼې سره سم، خلیلزاد به دا ځل د مې له ۳۱ د جولای تر ۱۶ پورې افغانستان، بلجیم، جرمني، پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.

خلیلزاد او پاکستاني چارواکو خبرې وکړې
دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې له پاکستاني چارواکو سره د پلاوو په کچه خبرې وکړې.

د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر افتاب کُوکهر کوله.

له بلې خوا د پاکستان دولتي راډیو وویل، په دې غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزې سولې او د افغانستان د سولې پر پروسې بحث وشو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.