خبرونه ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه
تاند (شنبه د قوس ۱) د افغانستان ولسي جرګې نن لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.
د بهرنیو چارو وزارت نوماند محمد حنیف اتمر د ۱۹۷
د مالیې وزارت نوماند عبدالهادي ارغندیوال د ۲۰۵
د دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد د ۲۰۶
د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي د ۲۱۴
د عدلیې وزارت نوماند فضل احمد معنوي د ۲۲۰
د مخابراتو وزارت نوماندې معصومه خاوري د ۱۵۴
د لوړو زده کړو وزارت نوماند عباس بصیر د ۱۹۷
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته ینج د ۱۹۰
د حج او اوقافو وزارت نوماند محمد قاسم حلیمي د ۱۴۸
او د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني د ۲۱۳ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو په توګه تایید شول.
د نوې کابینې دغو لسو نوماند وزیرانو تېره اونۍ ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه وړاندې کړل.
ټاکل شوې وه دوی ته د پنجشنبې په ورځ د رایې صندوقه کېښودل شي خو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ لپاره کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوه.
پخواني معلومات:
نظرات بسته شده است.