جواد ظریف له اتمر، قریشي او مرادوف سره افغانستان کې په اوربند غږېدلی

دآزادی راډیو

تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: وروسته له هغې چې چهارشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوربند په اړه د ولسمشر غني د خبرو جزیات په ډاګه کړل، نن د ایران دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی چې ښاغلي جواد ظریف نن پنجشنبه بیا له افغانستان سره په دې اړه اړیکه ټینګه کړې ده.

راپور وايي، جواد ظریف نن پنجشنبه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره تلفوني اړیکه نیولې او د وروستیو تحولاتو تر څنګ یې ورسره د کورونا پر ضد مبارزه او اوربند باندې مفصلې خبرې کړې دي.

راپور وايي، جواد ظریف له حنیف اتمر وړاندې نن غرمه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي ا و ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ریشد مرادوف سره هم په تلفوني تماس کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

دا په وروستیو دوه اوونیو کې څویم ځل دی چې جواد ظریف له افغان لوړ پوړو چارواکو سره تلفوني تماسونه نیسي.

همدا راز څو ورځې وړاندې د ایران ځانګړی استازی هم کابل ته راغلی او له حنیف اتمر، ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس سره یې نه یوازې د اختلافاتو د حل بلکې د اوربند په اړه خبرې هم کړې وې.

داسې ښکاري چې تېر ځل اوربند د پاکستان خو راتلونکی اوربند چې هڅې یې روانې دي، د ایران په لاس کې وي.

ایران په ځلونو ځلونو پر طالبانو د خپل بشپړ نفوذ خبره کړې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.