جمعيت ګوند يو پلو سوله ننګوي بل پلو له طالبانو سره پټه يارانه کوي

 

 

تاند- له قطر څخه یوې باوري سرچینې تاند ته وویل چې جمعیت ګوند په دوحه کې له طالبانو سره په یو لړ مسایلو پټې موافقې کړي دي.

سرچینه وايي جمعیت ګوند، هماغه راز چې له روسانو سره پټ تړونونه لاسليک کړي ول؛ له طالبانو، د طالبانو له معنوي پلار فضل الرحمن او حتي د پاکستان له ای ايس ای سره هم په ۲۰۱۳ م کال پټې خبرې کړي او یو لړ موافقو ته رسېدلی دی.

کله چي د طالبانو د دفتر خبره په قطر کي افشا او د افغانستان د حکومت له مخالفت سره مخامخ شوه همغه مهال د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د ای ايس ای له يوه پلاوي سره قطر ته لاړ.
په قطر کي د طالب مشرانو ترڅنګ د افغان سفارت ډيپلومات ضياء شريعتي، چې د جمعيت ګوند د پخواني مشر برهان الدين رباني سيکرتر و، له طالبانو او پاکستانیانو سره خبرو ته دعوت شوی و.

سرچینه زیاتوي، دوی موافقه وکړه چې که د سولې دفتر ناکام شو طالبان به په هغو سیمو کې چې جمعيت ګوند او مشران یې او همداراز شمالي ولايتونو کې د دوی پر واکمنو ځايونو ډله یيز بريدونه نه کوي. طالبانو دې ته ورته موافقه له ایران سره هم کړې ده.

له جمعیت ګوند سره د طالبانو په موافقه کې کندوز ولایت نه و شامل.

جمعیت له طالبانو سره ومنله چې دوی به د پنجشير له لارې نورو ولايتونو او له نور ولايتونو څخه د پنجشير له لارې پاکستان ته د تلو راتلو اجازه ورکوي.

ضيا شريعتي په 2013 ميلادي کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي مرستیال مارشال فهيم له لوري د قطر سفارت ته د کونسل په توګه معرفي شو چې ان تر ننه په سفارت کې په ورته دنده پاتې دی.

دوی د طالبانو ترڅنګ خپلو مشرانو ته د عرب شيخانو د ملاقاتونو زمينې برابروي چې يو مثال يې د احمد ضياء مسعود و چې د افغانستان حکومت ته له اطلاع ورکولو پرته یې د قطر له شهزاده سره تړون وکړ؛ هغه الوتکه چې په هرات ولايت کې یې مرمۍ ضد موټر، قيمتي خيمې او يو شمير پيسې ونيول شوې، هغه هم د همدغه ډيپلومات په خوښه هرات ته تللي وو.

سرچینه وايي چې په عمان کې د افغانستان د سفارت یو دیپلومات سعالدین هم له طالبانو سره منظم ارتباط لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.