جرمني افغانستان ته نور سرتېري لېږي
دآزادی راډیو
د جرمني دفاع وزیرې یوه ورځ وروسته تر دې چې په افغانستان کې یې د ۲۰۱۴ میلادي کال په ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر پر ناڅاپي کمېدو انتقاد وکړ، دغه هېواد تهیې د نورو پوځیانو د لېږلو ژمنه وکړه.
د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین “Ursula von der Leyen”پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» په مزار شریف کې وویل چې په افغانستان کې به د جرمني پوځیانو شمېر زیات کړي، خو دې دا ونهویل چې څومره نور سرتېري به افغانستان ته واستوي.
د جرمني دفاع وزیره: له افغانستان نه نړیوال ځواکونه ډېر په بیړه ووتل
روېټرز اژانس لیکي، دا لومړی ځل دی چې برلین په ښکاره د امریکا د متحده ایالاتو دا غوښتنه مني چې افغانستان ته باید نور پوځیان واستول شي، تر څو د طالبانو مخه ونیول شي.
په افغانستان کې اوس نږدې ۱۷۰۰۰ بهرني سرتېري شته چې په دوی کې شااوخوا ۱۰ زره امریکایان دي.
تر امریکایانو وروسته تر بل هر هېواد د جرمني د پوځیانو شمېر زیات دی چې ۹۸۰ تنو ته رسېږي.
دغه ځواکونه د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي، هغوی ته سلا مشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي.
د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» په مزار شریف کې له جرمني ځواکونو سره تر لیدو کتو وروسته وویل چې کافي روزونکي شته، خو د کارونو د ښهوالي لپاره نورو ځواکونو ته اړتیا لیدل کېږي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګسټ په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره ستراتېژي اعلان کړه او ویېویل چې افغانستان ته به نور پوځیان واستوي، تر څو پر طالبانو فشار راشي چې د سولې له خبرو سره یوځای شي.
واشنګټن هغه مهال خپل متحدان هڅولي وو چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي.
د جرمني دفاع وزیرې هم پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه باید پر طالبانو فشار زیات کړي، تر څو هغوی د سولې خبرو ته کېني.
مېرمن در لاین زیاته کړه چې د اوږدې مودې لپاره د بریالیتوب غوره لار سوله ده.
جرمني تېر میلادي کال هم افغانستان ته ۱۳۰ نور پوځیان ولېږل او اوس چې د دې هېواد دفاع وزیرې کومه ژمنه کړې ده، دا باید د جرمني د پارلمان له لوري تصویب شي.
نظرات بسته شده است.