تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان په بیارغونه ۲۲۰۰ کسان مړه او ۲۹۰۰ نور ژوبل شوي دي

 

تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۲مه: د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د تفتیش ادارې سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د بیارغونې په کارونو کې ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۹۰۰ کسان ژوبل دي.

د سیګار مشر جان سوپکو نن په خپل راپور کې ویلي، د ۲۰۰۲ کال له اپریل راهیسې چې د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش په افغانستان کې د بیا رغونې ماموریت اعلان کړ د ۲۰۱۸ کال تر ډسمبره پورې په دغه هیواد کې په رغنیزو کارونو بوخت ۲۲۱۴ کسان مړه شوي چې ۲۸۴ تنه په کې امریکایان وو او د جګړې د ډګر برخه نه وو.

د راپور له مخې په دغو ۱۶ کلونو کې زیات تلفات افغانانو ته اوښتي چې په رغنیزو چارو بوختو ۱۳۱ افغان سرتېرو او ۱۴۴۷ ملکیانو په کې ژوند بایللی دی، په داسې حال کې چې د وژل شویو په ډله کې ۱۲۴ تنه د نورو هیوادونو خلک بلل شوي دي.

سیګار وايي، دا لیست له هغو ټولو مړینو جلا دی چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې په کې خلکو ته مړینه او ټپونه رسېدلي دی: (( ټول ټال ۲۸۴ امریکایان د افغانستان په بیا رغونه کې مړه شوي دي، ۲۱۶ سرتېري وو او ۶۸ ملکیان وو، همدا راز ۱۰۰ کسان د ایتلافي هیوادونو وګړي وو، چې افغانستان کې یې د بیارغونې په کارونو کې ژوند بایللی دی.))

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د زیربناو، روغتونونو، مدرسو، ښوونځیو او حکومتي ودانیو په رغنیزو چارو د بوختو کسانو د مړینې او وژل کېدو راپور خپرېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.