بلېنکن راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه له خپلو متحدانو سره خبرې کوي

 

تاند ( شنبه، د کب ۳۰ ) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن به راتلونکې اوونۍ د ناټو په مقر کې د دغه هېواد له متحدانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فلیپ رییکر د بلېنکن د خبرو په اړه ویلي چې متحده ایالات د ناټو له متحدانو سره یوځای افغانستان ته پوځي ځواکونه استولي او له هغوی سره به یو ځای خپل ځواکونه وباسي.

د اروپا او یوریشیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال فلیپ ریکر پرون جمعه خبریالانو ته ویلي: ((د بلېنکن د بحثونو وړاندوینه نشم کولی، خو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه بحثونه وشي.))

امریکا د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال په فبروري میاشت کې له طالبانو سره د سولې په موافقه کې ژمنه وکړه چې د روان میلادي کال د مې تر لومړۍ نېټې به له افغانستانه خپل پوځي ځواکونه وباسي.

د دې ترڅنګ طالبانو پرون جمعه واشنګټن ته خبرداری ورکړی، که چېرې د روان میلادي کال د مۍ لومړۍ نېټې ژمنې مطابق ناټو او امریکایي ځواکونه له افغانستانه ونه ووځي؛ نو د دوی د وسلوالو له بې ساري بریدونو سره به مخ شي.

طالبانو دا خبرداری په مسکو کې له ناستې یوه ورځ وروسته له هغه ورکړی، چې په دغه ناسته کې افغان مذاکراتي پلاوي، طالبان او د افغان سولې له بهیر نه څارونکي نور هېوادونه د دغه بهیر د چټکتیا په موخه راټول شوي و؛ څو په افغانستان کې سوله رامنځته شي او د لسیزو اوږده جګړه پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره وایي، دوی لاهم د طالبانو او د دغه هېواد مخکیني ولسمشر ټرمپ تر منځ شوي تړون په له سره ارزولو بوخت دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.