بلینکن: د عسکرو د ایستلو په هکله د مې د وروستۍ نیټې په هکله مو لا پریکړه نده کړې

دامریکا ږغ

 

داد امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د ایستلو یا پاتې کیدو په هکله وروستۍ پریکړه نده شوې.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په موافقې کې د متحده ایالاتو مخنکي حکومت ژمنه کړې وه چې د همدې روان ۲۰۲۱ میلادي کال د مې په میاشت کې به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه ایستل کیږي.

خو ښاغلي بلینکن وویل چې حکومت لا ددې وروستي مهلت په هکله پریکړه ندې کړې او د حالاتو په څارنې اخته ده.

د بهرنیو چارو وزیر د استاو د مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ په استماعیه غونډه کې نن چارشنبه، مارچ ۱۰ (کب ۲۰) وویل: “د افغانستان په هکله د جمهور رئیس اهداف واضح دي او هغه دا چې هلته جګړه پای ته ورسوي، امریکایي عسکر کور ته راستانه کړي او د دې ډاډ ورکړل شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې بدل نشي. ”

ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات په دیپلوماتیکې هلو ځلو اخته ده چې د افغانستان حکومت او طالبان خبرو ته وهڅوو او زیاته یې کړه چې پدې هلو ځلو کې یې نورې ادارې او هیوادونه هم راګډ کړیدي.

عهغه زیاته کړه: “امریکا دا هلې ځلې په یوازې ځان نکوي. د ملګرو ملتونو په ګډون مو د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم پدې هلو ځلو کې راګډ کړي ځکه چې دوي په افغانستان کې خپلې ګټې لري او په دواړو ډلو اسر او رسوخ لري. ”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په برخې کې شوی پرمختګ څاري: “مونږ دیته ګورو چې په معنی لرونکو خبرو کې د دواړو ډلو ګډون کومې خوا ته ځي. بله دا چې مونږ غواړو ووینو آیا طالبان پخپلو هغو ژمنو ولاړ دي او که نه چې ویلي یې و تشدد به کموي او تروریستانو ته به پناه نه ورکوي او مرستې به ورسره نکوي.”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.