بریکس: د تروریستانو په منځ کې ښه او بد نشته – د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکی مسوول دی

 

تاند- د بریکس د غړیو هیوادونو مشرانو د لومړي ځل لپاره پاکستان مېشتې سختدریځې ډلې د سیمې د امنیت لپاره ګواښوونکې وبللې او د هغو ملاتړ کوونکی یې مسوول وباله.

د چین، روسیې، هند، برازیل او جنوبي افریقا مشرانو د چین په کشیامین کې د خپلې سرمشریزې په پای کې د تروریزم پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او د جېش محمد، لشکر طیبه، طالبان، حقاني شبکه، القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، حزب التحریر، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په شمول سختدریځې ډلې یې د سیمې د امنیت لپاره کواښوونکې بللې او د دغو ډلو له لوري پر تشدد یې اندېښنه ښکاره کړې ده.
د بریکس د غړیو هیوادونو مشران

د دغو ډلو اکثره په پاکستان کې مېشتې دي او دا هیواد د ځینو په ښکاره ملاتړ کوي.

د بریکس مشرانو، چې د پاکستان ستراتیژیک دوست هیواد چین هم پکې شامل و، د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې د یادو تروریستي ډلو ملاتړ کوونکي مسوول بولي.

دوی دغه راز ویلي، ښه او بد تروریست نشته او باید څوک د ترهګرو ترمنځ توپیر ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا ولسمشر پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو تورن کړ او ویې ویل چې نور د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو پناهځایونه زغملی نه شي خو چین د امریکا د دریځ په وړاندې د پاکستان ملاتړ وکړ.

د بریکس په سرمشریزه کې د چین په دریځ کې یوسلو اتیا درجې بدلون د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو وروسته پاکستان بل سخت ګوزار دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.