بریتانیا او ډنمارک افغانستان ته د نورو پوځیانو پر لېږلو غور کوي

 

 

د بریتانیا دفاع وزارت ټینګار کوي چې د افغانستان په مأموریت کې به خپله برخه واخلي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او د بریتانیا صدراعظمې ترېزا مې تېره ورځ په لندن کې خبرې وکړې.

تر دې خبرو وروسته د بریتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې له اړتیا سره سم به‌یې هېواد د افغانستان په مأموریت کې ونډه واخلي.

د بریتانیا اکثر محارب ځواکونه په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستانه ووتل او اوس شااوخوا پنځه سوه بریتانیایي پوځیان په افغانستان کې شته چې افغان ځواکونه روزي.

د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته د امریکا له متحده ایالاتو پرته، تر بل هر هېواد په افغانستان کې د بریتانیا د عسکرو شمېر زیات و.

بریتانیا په داسې وخت کې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو ژمنه کوي چې په افغانستان کې دننه یو شمېر بهرني پوځي قوماندانان د نورو ځواکونو د لېږلو هیله لري.

د ناټو سرمنشي د چهارشنبې په ورځ په لندن کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته د څو زرو نورو عسکرو د لېږلو اعلان به په راتلونکو اوونیو کې وشي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې دغه اضافي سرتېري به په پوځي عملیاتو کې برخه وانه‌خلي او دوی به افغان ځواکونه وروزي او سلامشوره به ورکړي
نوموړي زیاته کړه:

“موږ اوس پر دې وړاندیز غور کوو او په راتلونکو څو اوونیو کې به د دغو ځواکونو د شمېر او تشکیلاتو په اړه چې افغانستان ته‌یې لېږو پرېکړې وکړو.”

د اوس لپاره په افغانستان کې شااوخوا ۱۳۰۰۰ نړیوال ځواکونه شته چې ۸۴۰۰یې امریکایي عسکر دي.

د امریکایي ځواکونو په ډله کې ۶۹۰۰ د افغان ځواکونو پر روزنه او سلامشوره ورکولو بوخت دي او ۱۵۰۰ نور یې له ترورېزم سره مبارزه مخته وړي چې تر ډېره د القاعده شبکې او داعش ډلې په ځپلو کې برخه اخلي.

د راپورونو له مخې امریکایي چارواکو د ناټو نورو غړو هېوادونو ته په افغانستان کې د هغوی د راتلونکي مأموریت لپاره یو لیک استولی دی.

ناټو او بریتانیا په داسې وخت کې افغانستان ته د نورو بریتانیایي پوځیانو د لېږلو پر لارو چارو بحث کړی چې د ډنمارک دفاع وزیر ویلي دي چې دې ته چمتو دی چې افغانستان ته نور سرتېرې واستوي.

د ډنمارک دفاع وزیر په وروستیو کې وویل، که چېرته اړتیا وي هېواد یې دې ته تیار دی چې افغانستان ته نور سرتېرې ولېږي، خو د ډنمارک دفاع وزیر دا خبره هم وکړه چې تر دې دمه‌یې دولت لا وروستۍ پرېکړې ته نه‌دی رسېدلی.
اوس‌مهال ډنمارک په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې شااوخوا یو نیم سل پوځیان لري.

په ډېرو راپورونو کې ویل شوي چې مخکې تر دې چې دوه اوونۍ وروسته د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو سرمشریزه پیلېږي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړي چې په هغې کې ښایي افغانستان ته د نورو امریکایي پوځیانو د استولو پرېکړه هم وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.