بریتانیايي وزیر وايي، باید بهرنیان د افغان وسله والو مخالفانو ملاتړ ودروي

 

تاند- د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر وايي، باید هر هیواد د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ ژر تر ژره بس کړي.

د بریتانیا د دفاع وزارت د ویبپاڼې د راپور له مخې، مایک پنینګ (Mike Penning) د جمعې په ورځ افغانستان ته د خپل لومړني سفر په لړ کې په کابل کې د بریتانیا په سفارت کې وویل، باید د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ ژر تر ژره پای ته ورسېږي څو ښکېلې خواوې د خبرو له لارې جګړه ختمه کړي.

ده له افغان طالبانو سره د روسیې د ملاتړ د احتمال په اړه وویل، تراوسه پوري په دې برخه کې شواهد نه دي ترلاسه شوي.

په وروستیو ورځو کې ځینو افغانانو له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ ادعاوې وکړې. دغه راز د فراه او هلمند والیان وايي چې ایران د بندونو د مخنیوي لپاره د افغان طالبانو ملاتړ کوي او دې ډلې ته یې نوې وسلې ورکړي دي.

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر یادونه وکړه چې د افغانستان حکومت په خپل هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي او هر هیواد چې د افغانستان له وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي، باید ژر تر ژره له دې کاره لاس واخلي.

بریتانیا سږ کال په افغانستان کې د خپلو پوځي پرسونلو شمېر ۵۰ تنه زیات کړ. بریتانیايي پوځیانو په افغانستان کې جنګي ماموریت د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو سره پای ته رسولی دی.

بریتانیا تېر کال ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰ پوري به افغان امنیتي ځواکونو ته د کال ۲۱۰ ملیون ډالره ورکوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.